له ايراني پوليسو سره تر مخ کېدو وروسته ۲۹افغانان کوهي ته لوېدلي
له ايران څخه په ورکول شويو خبرونو کې ويل شوي دي چې د دغه هېواد په بندر عباس کې نهه ويشت تنه افغان مسافر وروسته له هغه يوه کوهي ته لوېدلي چې له پوليسو سره مخ شوي ول.
تر اوسه مالومه نه ده چې پوليسو دغه افغانان مجبوره کړي، که يې په خپله خوښه کوهي ته دانګلي دي.
په دوی کې دوه تنه يې مړه شوي او اووه ويشت نور زخميان دي.
ايرانۍ رسنۍ وايي، پوليسو په دغو افغانانو پسې منډې وهلې او هغوی کوهي ته لوېدلي دي.
تېر کال همدا شپې وې چې د ايران سرحدي پوليسو اووه څلوېښت تنه افغان مسافر هري رود سيند ته غورځولي ول چې له ډلې يې د دوولسو جسدونه پيدا شول او د اوولسو نورو جسدونه لا هم ورک دي.
تېره اوونۍ هم ايراني پوليسو پر اتو تنو افغانانو ډزې کړې وې چې درې يې پکې شهيدان شوي او پنځه نور ژوبل و.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه