په بلوچستان کې د بس چپه کېدو ۲۰ وژلي، ۲۵ زخميان دي
۲۱ جوزا ۱۴۰۰ 176330 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په بلوچستان کې د بس چپه کېدو ۲۰ وژلي، ۲۵ زخميان دي

 

تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د بلوچستان په خضدار سيمه کې له مسافرو يو ډک موټر تر سړک لوېدلی چې له امله يې شل تنه مړه شوي دي او پنځه ويشت نور زخميان دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه بس کې زيارت کوونکي سپاره ول او کورو ته روان ول.

دوی وايي، په زخميانو او مړو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ورکول شويو مالوماتو په اساس، په سيمه کې د روغتيايي اسانتياوو د نه شتون له امله ډېر کسان مړه شوي دي.

حکومتي چارواکيو د پېښې لامل د موټر ګړندۍ ځغاسته بللې ده.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې