کرونا نن په افغانستان کې د مرګونو او نيونو نوی ريکارډ جوړ کړی
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د اتلس سوه او دوه ويشت تنو په نيولو او د شپږ پنځوس تنو په نيولو، کرونا تر بل هر وخت زيات افغانان له پرون راهيسې نيولي او تر نور کله زيات يې وژلي دي.
له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پنځه زره، درې سوه او درڅلوېښت تنه معاينه شوي دي چې د اتلس سوه او دوه ويشتو تنو نتېجه پکې مثبت ختلې ده.
په دې سربېره، څلور سوه او نهه تنه له کرونا څخه جوړ شوي هم دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، له نويو شمېرو سره په هېواد کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر اووه اتيا زره، اووه سوه شپاړس او له دغه وايرس څخه د مړو شويو شمېر درې زره، څلور سوه او دوولسو تنو ته رسېدلی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه