ملي دفاع وزارت ومنله چې په وردګو کې يې الوتکه لوېدلې
د افغانستان ملي دفاع وزارت ومنله چې تېره شپه يې په ميدان وردګو ولايت کې يوه الوتکه پرېوتې ده.
طالبانو ادعا کړې وه چې دغه الوتکه دوی ويشتې ده، خو دفاع وزارت وايي، الوتکه یې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې او درې تنه پېلوټان پکې شهيدان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا په دې پېښه کې یو تن ټپي هم دی.
د دفاع وزارت په وینا دا پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې هليکوپټر غوښتل په جغتو ولسوالي کې ځانګړي عملیات وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه