کرونا ۵۴ افغانان وژلي ۱۷۲۴ نور يې نيولي دي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې لا هم د کرونا درېيمه څپه مخ په بره روانه ده او له پرون راهيسې يې څلورپنځوس تنه وژلي او يو زر او اووه سوه او څلرويشت تنه تازه ورباندې اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له خوا سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر څلوراتيا زره او پنځوس تنه او ورڅخه د مړو شويو شمېر درې زره، درې سوه او پنځوس تنو ته پورته شوی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه