په پاکستان کې د رېل‌ګاډو ټکر تر سلو ډېر مړه او ټپيان کړي دي
۱۷ جوزا ۱۴۰۰ 191202 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پاکستان کې د رېل‌ګاډو ټکر تر سلو ډېر مړه او ټپيان کړي دي

 

پاکستاني چارواکي وايي، نن سهار د سيند ايالت په ګوټکي سيمه کې دوه رېل‌ګاډي سره ټکر شوي دي چې له امله يې تر اوسه يو دېرش تنه مړه شوي او د اوياوو تنو په شاوخوا کې نور ژوبل دي.

د ګهوټکي سيمې د پوليسو مشر عبدالله عثمان وايي، لومړی له کراچۍ څخه سرګودې ته د روان ملت ايکسپريس رېل‌ګاډي څو خونې له ليکې اوښتې او دويمه ليکې ته لوېدلې دي چې له هغې خوا ورباندې د سرسيد ايکسپريس په نامه رېل‌ګاډی راغلی او تر خېټه يې لاندې کړې دي.

دی وايي، د پېښې له ځايه تر اوسه د يودېرشو تنو جسدونه راټول شوي او تر اويا زيات ژوبل دي.

عثمان وايي، د رېل‌ګاډي په ځينو خونو کې لا هم مسافر بند پاتې دي چې د را ايستلو هڅې يې کېږي.

په پاکستان کې له کاره لوېدلي رېل‌ګاډي او زړې پټلۍ يې وخت ناوخته د دې لامل کېږي چې دغسې مرګونې پېښې کېږي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې