خلک؛ د جګړو د پراخېدو لوی لامل د امنيتي ادارو ناکاره مشران دي
۱۷ جوزا ۱۴۰۰ 220156 0 نظر سرخط ورځپاڼه

خلک؛ د جګړو د پراخېدو لوی لامل د امنيتي ادارو ناکاره مشران دي

 

طالب اورپکو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پنځو ولسواليو د لاندې کولو ادعا کړې ده.

سره له دې چې ټول په دې باور دي چې طالبان نه يوازې تر نيولو وروسته ولسوالۍ بېرته له لاسه ورکوي، بلکې پرېمانه پکې وژل کېږي هم، اما بيا يې هم ولې د ولسواليو سقوط ته کار ويلی دی؟

کوم لاملونه دي چې جګړه يې له کليو تر ولسواليو او بالاخره د ښارونو تر دروازو راوړه او د جګړې لمبې يې لا ژبغړاندې کړې، سرخط ورځپاڼې دغه موضوع په کلب هاوس له خلکو سره شريکه کړه.

دلته په بحث کې د ټولو ګډونوالو نظرونه کټ مټ لولئ چې لويه برخه يې لاملونه د نظامي ادارو ناکاره مشران او په رواني جګړه کې د دولت ناکاره دستګاه بولي.

 

نصير کوټوال؛

حکومت په لوی لاس سرتېري دښمن ته پرې ايښي دي. په هسکه مېنه کې شپږويشت سرتېري محاصره ول، حکومت يې غږ وا نه ورېده، ټول شهيدان شول.

دا سيمه سټراټيژيکه سيمه ده، اما حکومت په لوی لاس هم دغه سرتېري ورباندې شهيدان کړل، هم يې سيمه ناامنه کړه.

بله خبره دا چې د ولسواليو او پوستو سقوط د طالبانو د اکمال يوه پروسه ده چې له دې لارې وسلې تر لاسه کوي او بيا په هماغو وسلو نورې پوستې سقوط کوي.

 

تاج اورياخېل؛

د ناامنيو لوی لامل مرکزي حکومت دی. سرتېري په مېړانه جګړه او دفاع کوي، خو چې محاصره وي، د مرکز چارواکي يې حتا غږ نه اوري.

 

افغان مسافر؛

حالت دومره هم نه دی خراب څومره چې په رسنيو کې ښوول کېږي. په وروستيو کې چې جګړې زياتې شوې دي لامل يې د بهرنيو سرتېرو وتل دي. مخکې لسګونه زره بهرني سرتېري دلته مېشت ول، اوس چې جګړې پراخې شوې يو لامل يې د بهرنيو سرتېرو وتل دي.

 

فواد معصوم؛

وضعيت رښتيا هم خراب شوی دی، خو څومره چې د اردو سرتېري شهيدان کېږي، څو چنده زيات په دغو جګړو کې طالبان هم وژل کېږي. د حل لاره دا ده چې افغانان د خپلو سرتېرو په خوا کې ودرېږي.

 

ذبيح ايمان؛

په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې کيسه له لوړه خرابه ده. که سيمې ته يوازې يوه الوتکه لاړه شي او بمبار و هم نه کړي، طالبان سيمه له وېرې خوشې کوي، خو بيا هم الوتکه نه لېږل کېږي.

 

احسان الله ځيرک؛

زموږ حکومت اوس په دې خاطر چې هم د جګړې تلفات او هم لګښت راټيټ کړي، له لېرې پرتو سيمو يې خپل سرتېري راټول کړل، خو د دغې سټراټېژي يوه نيمګرتيا دا ده چې لېرې پرتې سيمې مو له لاسه ووتې او تر هغه بده لا دا چې طالبان اوس تر ډېره له هماغو سيمو څخه جلب او جذب کوي.

 

عمر شفيق؛

وضعيت خراب دی، خو پوښتنه دا ده چې له دومره تجهيزاتو او امکاناتو سره بيا هم ولې حالت دغسې خراب دی؟

لويه ستونزه دا ده چې مرکز مو ځان له کلي او کلی مو ځان له ولسوالي لېري بولي او حکومت مو له ولس سره شريکه ژبه نه لري.

 

همايون نايب؛

د افغانستان د نظام په اړه اوس د تبليغاتي جګړې يوه پراخه څپه راپورته شوې ده. له بده مرغه زموږ حکومت په نظامي جګړه کې بريالی او قوي دی، اما په تبليغاتي جګړه کې يې جنګ بایللی دی.

زموږ سرتېري هر يو د افغانستان قهرمان دی، خو مشران مو ستونزې لري.

کله چې ډاکټر عبدالله خپله وايي چې ښايي نظام به سقوط وکړي، نو له دښمن څخه به څه ګیله کوو؟

 

ارين پکتيار؛

هيڅ ولسوالي تر هغه وخته سقوط نه کوي، تر څو پورې چې يې قوماندان يا بل مشر معامله نه وي کړې. همداسې لويې لارې درواخله.

بله لويه خبره دا ده چې زموږ حکومت په لوی لاس د خپلو سرتېرو لاسونه ور تړلي دي، زموږ سرتېري واک نه لري چې له اجازې پرته پر دښمن ډز وکړي.

 

سيد منصور سادات؛

لويه ستونزه د جنګ په مدريت کې ده. مشر او قوماندان او سياسي رهبر له دښمن سره لاره يوه کړې وي او د سرتېري په سر سودا کوي.

بله ستونزه په نيمه لاره کې د سرتېري پرېښوول دي. په پوسته کې يې واچوي او پر هغوی چې بيا هره بده ورځ راځي، څوک يې غږ نه اوري.

سعيد زابلی؛

د حالت د خرابېدو يو لامل په سيمه‌ييزه کچه د نظامي او ملکي ادارو تر منځ نه همغږي ده. والي د قوماندان خبرې ته غوږ نه نيسي، قوماندان د والي نه اوري. همدا لامل دی چې له دغې تشې څخه دښمن ګټه اخيستې ده.

 

عثمان کامران؛

په تېرو نولسو کالو کې د نظامي ادارو رهبري مسلکي کسانو ته نه، بلکې يو په بل پسې غيرمسلکي کسانو ته سپارل کېږي چې دا د جنګ د بايللو يو دلیل دی.

موږ په جنګي حالت کې يوو، په دغسې حالت کې ملکي کس ته د قوماندې او مشري سپارل په لوی لاس خاوره او ولس دښمن ته د پرېښوولو په مانا ده.

 

فريد احمد؛

طالبانو خپل ټول زور وهلی، تر دې هاخوا زور نه لري. که زموږ د امنيتي او دفاعي ارګانونو په رهبري کې بدلون او اصلاحات راشي، جګړه اوس هم ګټلای شو.

 

ضيا روښان؛

ستونزه د نظامي ادارو په رهبري کې ده، حتا د خپل سرتېري له حاله نه خبرېږي او په لوی لاس يې سرتېري مجبوره کړي دي چې پوستې خوشې کړي، يا شهيدان شي.

زموږ سرتېري په کلونو کلونو په پوستو کې پراته وي، کورونو ته نه ځي، اما اړوندې ادارې يې حتا ډوډۍ هم نه ورته رسوي.

 

فيصل نوابي؛

دا سرتېري چې شهيدانېږي، قرباني ورکوي او يا عملا د جنګ په ميدان کې جنګېږي، دا نه د ولسمشر عسکر دي، نه د قوماندان، دا د ولس زامن دي.

ستونزې د حکومت په رهبري کې دي، خو په اوسنيو حالاتو کې بايد هر افغان دا پر ځان فرض کړي چې هم د سرتېري ستاينه، هم ملاتړ او يې د يتيمانو پالنه وکړي.

 

زيارمل افغان؛

لويه ستونزه د رواني جګړې ده. طالبان په يوه موبايل د يوې ولسوالي د سقوط پېښه وېډيو ثبتوي او خپروي يې.

دا که له يوې خوا د طالب وحشت ښيي، خو له بلې خوا د سرتېري او ولس روحيه بې حده را ټيټوي.

زموږ حکومتي وياندويان تمامه ورځ يوازې ارقام خپروي او دا د جګړې د بايللو تر ټولو لوی لامل دی. کله کله مو حکومتي وياندويان داسې څرګندونې کوي چې په لوی لاس طالب ته کمپاين کوي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې