د محب او قريشي ناندرۍ، اتمر هم را ودانګل
د تېر کوچني اختر په ورځ په ننګرهار کې د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمد الله محب د څرګندونو په غبرګونونو لا هم د پاکستان زړه نه دی سوړ شوی او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يې په غبرګون کې بيا ويلي دي چې د محب څرګندونو اور ورپورې کړی.
قريشي په ملتان کې په خپله وروستۍ وينا کې ويلي دي چې د محب څرګندونو نه يوازې د ده، بلکې د ټول پاکستان وينې په جوش راوستې دي او که محب خپلو دغسې څرګندونو ته دوام ورکوي، له ډاکټر محب څخه به مرور شي.
حمد الله محمب په ننګرهار کې په خپلو څرګندونو کې پاکستان مظبوط څنډلی او حتا ويلي يې و چې د دغه هېواد ډيپلوماټان د يوولسو ډالرو غلا ته شپې تېروي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير تر څرګندونو وروسته اوس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر هم ميدان ته رادانګلي او نن يې په هرات کې يوې غونډې ته وويل؛ متاسف دی چې له خپل پاکستاني سيال څخه دغسې څرګندونې اوري.
اتمر وايي، د محب خبرې د ټولو افغانانو شريکې اندېښنې دي، خو پسې زياتوي چې د پاکستان له مرستې پرته سوله هم نه راځي.
ده ويلي دي، له پاکستان سره اړيکي افغانستان ته مهم دي او دی په دې باور دی چې له دغه هېواد سره بايد اړيکې غوڅ نه شي.
لومړی ځان او بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه