درېيمهڅپه؛ کرونا نن، تر پرون هم زيات افغانان وژلي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پنځوس تنه وژلي دي او ديارلس سوه او نهه اويا نور کسان هم پسې ورباندې اخته شوي دي.
له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې توګه په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر اتيا زره، شپږ سوه او پنځلسو تنو ته پورته شوی دی.
د دغه وزارت د مالوماتو په اساس، په دې سربېره، له نويو مړو شويو کسانو سره په هېواد کې د کرونا له امله د مړو شويو شمېر درې زره، يو سل او پنځه نوي تنو ته لوړ شوی دی.
هلته د کابل له بېلابېلو روغتونونو په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې اکسېجن مخ په کمېدو دی او ځينې ناروغان د اکسېجن د نه شتون له امله ژوند بايلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه