په زابل کې د پوستې پر چور دوو ټېکه‌دارانو سره خوړلي او نهه يې وژلي
۱۶ جوزا ۱۴۰۰ 200781 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په زابل کې د پوستې پر چور دوو ټېکه‌دارانو سره خوړلي او نهه يې وژلي

 

تېر ماښام په زابل کې د پوليسو د يوې پوستې تر سقوط وروسته دوو طالب قوماندانانو جلا جلا دوو ټېکه‌دارانو ته د دغې پوستې چور او لوټ په ټېکه ورکړی و چې د دواړو تر منځ د همغږي د نه شتون له امله جګړه شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې ټېکه‌داران او طالبانو ژوندي پاتې دي، خو هغه کسان چې د پوستې لوټلو ته ورلېږل شوي ول، له دواړو غاړو وژل شوي دي.

سرخط ورځپاڼې ته په سيمه کې سرچينو ويلي دي چې د يوه طالب قوماندان د لوټ ټېکه‌‌دار د شپې وختي پوستې ته رسېږي او په لوټلو يې پيلو کوي چې دغه وخت دويم ټېکه‌دار هم له کولنګ، موټرو او بېچلو سره سره ورځي او وروسته دواړو خواوې يو پر بل ډزې کوي.

په دغه پېښه کې نهه تنه همالته وژل شوي او د پوستې لوټ هم درول شوی دی.

د سيمې خلک وايي، طلب اورپکي د پوستو تر سقوط وروسته هره پوسته ټېکه‌دارانو ته په ټېکه ورکوي چې ويې لوټي او سامانونه يې دوی ته تر ډېورونډ پورې غاړه وسپاري.

له طالبانو څخه بيا په دغو سامانونو کې سم او د کار وړ يې پاکستانيان وړي او پاتې له کاره وتلي يې طالب قوماندانان هلته د کباړ په توګه پلوري.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې