د محسن داوړ نوې ډله به بريالۍ شي، که ابته؟
۱۴ جوزا ۱۴۰۰ 215963 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د محسن داوړ نوې ډله به بريالۍ شي، که ابته؟

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن خان داوړ د يوې نوې سياسې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ، خو د دغې ډلې نوم او منشور يې لا نه دی خپور کړی.

محسن داوړ وايي، په صوابۍ کې يې د دغې نوې سياسې ډلې په اړه له بېلابلو ښکېلو کسانو سره خبرې کړې او د سياسي ډلې په جوړولو سلا شوي دي.

له محسن سره په دغه ډله کې د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سناتور افراسياب خټک، د پاکستان په ملي شور کې د عوامي نېشنل ګوند استازې بشرا ګوهر او د همدې ډلې يوه بله مخکېنۍ مخکښه جميله ګيلاني شامل دي.

افراسياب خټک، بشرا ګوهر او جميله ګيلاني درې واړه له عوامي نېشنل ګوند څخه د خپل سريو او د نظم د نه مراعتولو په تور شړل شوي ول.

 

پوهان څه وايي؟

د سياسي چارو کارپوه، ليکوال او خبريال رحيم الله يوسفزی په دې باور دی چې د محسن داوړ دغه ګوند به له جوړېدو سره، په ګونډو شي.

دی وايي، وار له مخه په دغه سيمه کې بېلابېل قومي او ملي ګوندونه جوړ شوي دي او هر يوه تر خپله وسه د خلکو زړونه وهلي دي، ځکه نو فکر نه کوي چې خلک دې محسن ته په نوې ډله کې لاس ورکړي.

يوسفزی وايي، بله خبره دا ده چې له محسن داوړ سره داسې کسان په دغه نوې ډله کې يو ځای شوي دي چې هيڅ يو يې هم د رايو بانک نه لري.

د ده په خبره، دغه کسان له عوامي نېشنل ډلې څخه هم د ناغېړيو او خپل سريو په سر ايستل شوي دي.

يوسفزی وړاندې وايي، تر اوسه دا هم مالومه نه ده چې د محسن داوړ نوی ګوند به هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ په څېر پښتنو ته په ورپېښو لانجو هماغسې توند غبرګون ښيي، که به دا سوړ ګوند وي.

 

خبريال، سياسي شنونکی او له تېرو څلوېښتو کالو راهيسې د پښتونخوا د سياسي چارو څارونکی محمد رياض بيا وايي، په خيبرپښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند ژورې ريښې لري او زړه ته يې نه لوېږي چې د دغه پاخه ګوند په شتون کې دې د محسن داوړ نوې ډله وغوړېږي.

دی وايي، هغه کسان چې له عوامي نېشنل ګوند څخه د محسن پر خوا راټول دي، ټول هغه کسان دي چې دغه ګوند تر دې مخکې له ځانه شړلي ول.

رياض وايي، دغه کسان چې له عوامي نېشنل ګوند څخه تللي او محسن داوړ ته ورغلي دي، تر دې وړاندې يې هم خپلې سياسې ډلې جوړې کړې، خو بريالۍ کړې يې نه دي.

 

افراسياب خټک چې اوس له محسن داوړ سره په نوې ډله کې دی، له عوامي نېشنل ګوند څخه تر بېلېدو وروسته د قامي انقلاب په نامه سياسي ډله جوړه کړې وه چې ناکاميابه شوه.

دې ته ورته په تېر کې حتا د عوامي نېشنل پارټۍ په کور کې هم بېګم نسيم ولي خان له دغه ګوند څخه ځان ګوښه او خپله سياسي ډله جوړه کړه، خو بريالۍ نه شوه.

 

محمد رياض وايي، غالب ګمان دا دی چې د محسن داوړ ډله به پر قبايلي سيمو زياته تکيه کوي، خو وايي، هلته وار له مخه نورو سياسي ډلو ريښې غځولې دي.

"په دغو سيمو کې تر ډېره د پاکستان جمعيت علمای اسلام، په ځانګړې توګه په باجوړ او دير کې بيا جماعت اسلامي او په خيبر او ورڅېرمه نورو سيمو کې ځينې نورې مذهبي ډلې ريښې لري چې د محسن لپاره ښه شګون نه بلل کېږي."

 

خو خپله محسن داوړ بيا وايي، په ټوله سيمه کې د ده د نوي سياسي ګوند لپاره يوه تشه موجوده ده.

دی وايي، نورې ملتپالې سياسي ډلې تر ډېره پورې تر ځانګړو کسانو پورې محدودې دي چې له همدې امله په جمهوري بڼه پرېکړې نه کوي.

دی وايي، د همدې تشې د ډکولو په موخه يې نوې سياسي ډله جوړه کړه او ژر به يې نوم او منشور هم اعلان کړي.

دا چې په تېر کې ولې دغسې ډلې نه دي بريالۍ شوې، محسن داوړ وايي، پخوا د اړيکو او رابطو جوړول او ساتل سخت و، خو اوس اسانه دي او پيغام په منډه رسېږي.

 

د ده په خبره، د پښتون ژغورنې غورځنګ يې ښه بېلګه ده، کله چې پيل شو، خلکو يې له همدې امله ملاتړ وکړ چې وار له مخه يې تشه احساسېده او مخکېنيو سياسي ډلو د خلکو غوښتنې نه شوای پوره کولای.

 

خلک څه وايي؟

سرخط ورځپاڼې په دې خاطر چې په دې اړه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مېشتو پښتنو افغانانو نظرونه هم راټول کړي، دغه موضوع له دوی سره په کلب‌هاوس شريکه کړه.

په دغه بحث کې لويه برخه ګډونوالو د محسن داوړ د ګوند راتلونکی تياره وباله او په دې باور ول چې محسن داوړ به د ګوند په جوړولو هغه اهميت او محبوبيت له لاسه ورکړي چې د پښتنو افغانانو په زړونو کې يې پيدا کړی دی.

 

په امريکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی شريف الله شرافت په دې باور دی پښتانه له ګوندونو چندان ښه زړه نه لري، نو په دې اساس د محسن د ګوند راتلونکی تياره ويني.

دی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له اصولو يو دا دی چې که څوک سياسي ګوند جوړوي، نو د ګوند د مهمو کړيو غړيتوب له لاسه ورکوي، ځکه به نو محسن له يوې خوا خپل ګوند بريالی نه کړای شي، بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيتوب به هم له لاسه ورکړي.

 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ غړی لطيف پښتونزی بيا وايي، محسن داوړ د پښتنو نه، بلکې د ټولو پاکستانيانو شريک ګوند جوړوي چې دا تجربې مخکې هم شوې او ناکامې شوې دي.

دی وايي، دغسې تجربې نه يوازې ناکامې، بلکې د پښتنو په تاوان تمامې شوې دي.

 

په دغه بحث کې ډېری کسانو خپل نظرونه څرګند کړل چې ځينو يې کټ مټ دلته را نقلوو؛

فدا باران؛

له پښتون ژرغونې غورځنګ څخه د محسن داوړ تګ به هومره تاوان و نه کړي چې څومره فکر کېږي، ځکه تر دې مخکې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه ځينې نور کسان هم تللي دي، خو چندان تاوان يې نه دی کړی.

خالد يوسفي؛

د محسن داوړ ګوند به هغه تشه ډکه کړي چې د پښتنو له مخکېنيو نورو ملتپالو ګوندونو څخه پاتې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ تحريک دی او تحريکونه تر ګوندونو لوی دي، ځکه به نو د محسن داوړ ګوند، غورځنګ ته چندان تاوان و نه رسوي.  

عزت ګل ساپی؛

دا ګوند به د پي ټي ايم لپاره د ضعف سبب شي، ځکه پښتون ژغورنې غورځنګ به يوه لويه برخه پلويان له لاسه ورکړي او محسن داوړ به يې له ځان سره بوځي.

محمود مرهون؛

پښتانه پر ګوندونو باور نه کوي، ځکه تر دې وړاندې يې سياسي ګوندونو غوښتنې نه دي پوره کړي. پښتنو ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کاوه چې هغه د پاکستان سټبلشمينټ ته مزاحمت کاوه.  

که محسن داوړ له هغه باور څخه چې پښتنو په پښتون ژغورنې غورځنګ کې پر ده کړی و، په خپله ګټه سياسي ګټه اخلي، د خلکو باور به له لاسه ورکړي.

سعيد زابلی؛

پښتانه له خودجوشه حرکتونو سره ځي او همدا لامل دی چې حتا له پښتون ژغورنې غورځنګ  سره ځينې داسې پښتانه هم يو ځای ول چې د پاکستان د توندلارو مذهبي ډلو غړي ول، نو که محسن له دغه خودجوشه حرکت څخه لاره بېلوي، يوازې ځان به خراب کړي.

په المان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې روح ګل؛

پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو هغه اصلي غږ راپورته کړ چې په تېرو څو لسيزو کې دپ و. د محسن داوړ په څېر داسې ډېر کسان به ځنې ځي او راځي، خو پښتانه بايد پوه شي چې د چا ملاتړ وکړي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی نصير احمد درانی؛

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د محسن داوړ دغه ګوند ته د پروژې په سترګه ګوري.

د دغه ګوند جوړولو فکر د افراسياب خټک و او د ګوند مشري هم افراسياب خټک کوي. په امريکا کې يې استازې ګلالۍ اسماعيل ده.

محسن داوړ او ملګرو يې له ډېرې مودې راهيسې د ماډرن ډيموکراټيک ګوند جوړولو خبرې کولې او په غالب ګمان د ګوند نوم به هم همدا وي.

څه موده وړاندې چې د پاکستان د پوځ مشر باجوه کابل ته سفر کړی و، له ولسمشر غني څخه يې يوه غوښتنه دا وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ دې نه کوي، خو که يوازې د محسن داوړ ملاتړ کوي، نو پروا نه لري.

فرهاد داوري؛

د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي مشروعيت لري، نه د پاکستان حکومتي مشروعيت.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځکه قوي دی چې ولس مشروعيت ورکړی. دا که په پارلماني ګوند اوړي، دوی به د پاکستان د غوښتنو تابع کېږي او ولسي مشروعيت به له لاسه ورکوي.

بله خبره ده دا چې؛ هغه ستونزې چې پښتون ژغورنې غورځنګ يې په حل پسې راوتلی، هماغه ستونزې د پاکستان حکومت جوړې کړې، نو که څوک د پاکستان د حکومت قوانين مني، نو هدفونه او مشروعيت دواړه له لاسه ورکوي.

عبيد صداقت؛

ښايي دا به د محسن او پښتين يو ګډ پلان وي، خو که دا کار د محسن خپل ابتکار وي، ځان خرابوي.

بشير ګواښ؛

په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د سياسي ګوند د جوړولو بحث له وړاندې لا روان و او دواړه غاړې خپل دلايل لري.

د ګوند پلويان وايي، که پښتون ژغورنې غورځنګ په خپل حالت پاتې شي، څوک يې خبره دومره نه اوري، ځکه رسميت نه لري، ښه مثال يې امريکا ته د محسن داوړ سفر دی چې هلته چندان چا ځکه نه ورسره ليدل چې داوړ رسميت نه درلود، بلکې د داسې يوې ډلې غړی و چې وار له مخه پرېمانه نيوکې پرې شوې دي.

د ګوند مخالفانو بيا دليل دا وايه چې که په پاکستان کې د سياسي ګوند په توګه مبارزه کوي، نو د حکومت ډېرې غوښتنې به مني او که د پاکستان غوښتنې ومني، خپلو هدفونو ته بيا نه شي رسېدلای.

ډېر کسان شايد له محسن داوړ سره لاړ شي، ځکه د ګوند غوښتنه د علي وزير هم وه.

ګلالۍ مومند؛

د محسن په تلو به پښتون ژغورنې غورځنګ ته څه ناڅه تاوان ورسېږي، خو بيا به هم دغه غورځنګ د محسن داوړ تر ګوند قوي وي.

يو قوي احتمال دا هم دی چې د محسن په ګوند کې به هم ځينې کسان را پيدا شي چې لارې به بېلوي.

يعقوب اتل؛

له محسن سره يوازې پښتانه نه، بلکې د نورو قومونو غړي لکه هزاره او سينديان هم په دغه ګوند کې شامل دي.

تر دې وړاندې دغسې ډلې ډېرې جوړې شوې، لکه اې پي ډي ايم، هغوی ځکه نه دي بريالي شوي چې د بېلابېلو ډلو او ټولنو خلک پکې راغونډ ول او هر يوه يې خپلې ګټې پاللې، نو همدا لامل و چې ناکام شول، د محسن ګوند به هم له همدې برخليک سره مخ کېږي.

که خبره په پارلمان کې د اکثريت شي چې له هغې لارې قوانين تعديل او تبديل کړي، نو د محسن ګوند خو په هيڅ توګه نه شي کولای د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

 

په دغه بحث کې ډېرو نورو کسانو هم خپل نظرونه شريک کړل چې تقريبا د ټولو خبرې همدا پورته خبرې وې.

که له يوې خوا شنونکي د محسن داوړ د نوي ګوند راتلونکی تياره ويني، له بلې خوا يې محسن او ورڅېرمه کسان روښانه ويني، خو وخت به ځواب ووايي چې محسن دغه بېړۍ تر ساحله رسوي، که په خپله دغه پرېکړه يوازې پښتون ژغورنې غورځنګ ته ټکان ورکوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې