د بلوڅو يو مهم قوماندان وژل شوی، خو د وژلو ځای یې مالوم نه دی
د بلوڅو يوه ملتپاله ډلې بلوچ ليبرېشن ارمي وايي، يو مهم جنګي قوماندان يې وژل شوی، خو د ځای په اړه يې څه نه دي ويلي چې چېرته وژل شوی دی.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دښمن يې يو مهم کس ورڅخه وژلی دی.
د بلوڅو دغه قوماندان مير عبدالنبي بنګلزی نومېږي چې د جنګ په ليکو کې په چونکا مير مشهور و.
بلوڅ وايي، بنګلزي له تېرو دوو لسيزو راهيسې د پاکستان د حکومت پر ضد وسلهواله مبارزه کوله او بالاخره په مرموزه توګه ووژل شو.
هغه په دوه زره دويم کال کې په بلوچ ليبريشن ارمي کې شامل شوی و او تر اوسه د دغې ملتپالې ډلې د مطرح قوماندان په توګه پاتې و.
دی په دوه زره دوولسم کال کې د بيايلاې د قوماندان په توګه ټاکل شوی و.
جييند وايي، د هغه شهادت لويه ضايعه ده او تر ډېرو کلونو به ډکه نه شي.
تر اوسه د پاکستان حکومت هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه