وسله‌والو په بلوچستان کې د پوځ يوه پوسته سقوط کړې
۳۰ ثور ۱۴۰۰ 213600 0 نظر سرخط ورځپاڼه

وسله‌والو په بلوچستان کې د پوځ يوه پوسته سقوط کړې

 

وسله‌والو کسانو نن ماښام د بلوچستان په کېچ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه پوسته خونړی بريد کړی او پکې ناست ټول عسکر يې همالته وژلي دي.

سرخط ورځپاڼې ته له سيمې د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه پوسته د کېچ په کوهلو ډانډار سيمه کې تازه جوړه شوې وه چې نن پسې سقوط هم شوه.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر لنډه نښته وروسته په پوسته کې ناست شاوخوا لس پوځيان وژل شوي او بريد کوونکي هم د پېښې له ځايه د پوځيانو له وسلو او موټر سره تللي دي.

تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې ورته بريدونه د بلوڅو ملتپالې ډلې کوي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې