کرونا په افغانستان کې له پرون راهيسې۵۰۵نيولي۱۰يې وژلي دي
۳۰ ثور ۱۴۰۰ 220278 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کرونا په افغانستان کې له پرون راهيسې۵۰۵نيولي۱۰يې وژلي دي

 

د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې د افغانستان په پنځه‌ويشتو ولايتونو کې کرونا پنځه سوه او پنځه تنه نيولي او لس تنه افغانان له دغه وايرس څخه مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په کرونا د نويو اخته شويو له ډلې، يو سل او دوه ويشت يې په کابل، اووه اتيا يې په کندهار او نهه څلوېښت يې په تخار کې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، له پرون راهيسې د همدې وايرس له امله شپږ تنه په کابل کې او څلور نور په هرات، بلخ، لوګر او سمنګان کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې د ثبت شويو شمېرو له مخې د کرونا له امله دوه زره، اووه سوه او دوه اتيا تنه مړه شوي او تر پنځه شپېته زره زيات کسان ورباندې اخته شوي دي، خو ښايي هغه چې ثبت نه دي، شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې