امريکا د ډېورنډ پورې غاړه پراخې اډې جوړول پيل کړي
روسۍ رسنۍ وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي دي چې ښيي امريکايان له پاکستانيانو سره په ګډه، ډېورنډ کرښې ته بېخي څېرمه، د کرښې پورې غاړه لويې پوځي اډې جوړوي.
امريکايان او پاکستانيان ډېورنډ ته څېرمه له شيلوزان نيولې تر منګل او په جاز سيمو کې د دغو اډو په جوړولو اخته دي.
د ځاځي اريوب ولسوال کفټان اخلاص ويلي دي چې د سيمې خلک هره ورځ هغه څرخي الوتکې وينې چې ډېورنډ ته نږدې له سهاره تر ماښامه کښته کېږي او پورته کېږي.
د سيمې خلک وايي، دغه الوتکې نويو جوړېدونکيو پوځي اډو ته سامانونه راوړي.
اخلاص وايي، د کشفي او اپراتيفي راپورونو او د سيمې د خلکو د مالوماتو په اساس، دغه اډې د ډېورنډ کرښې د صفري نقطې په اووه، تر اته کيلو مټري کې جوړېږي او هرې اډې ته د ورځې لس هليکپټر ځي او راځي.
دی وايي، د دغو اډو جوړولو له څه مودې راهيسې پيل شوي دي او هره يوه يې په لوګر کې د امريکا تر پوځي اډې لويه اډه ده.
امريکا تر دې وړاندې ويلي و چې له افغانستانه تر وتو وروسته به د افغانستان وضعيت له دغه هېواده د باندې د امريکا له اډو څاري، خو د اوسنيو ادعاوو په اړه يې لا څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او ځينو نورو پاکستاني چارواکيو ويلي و چې امريکا ته اډې نه ورکوي، خو په پاکستان کې د امريکا د پوځي اډو جوړېدلو ته د پاکستان له ډېرې اوږدې مودې زړه تخنېده.
ځينې په دې باور دي چې پاکستان له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو ايستو ته هم په همدې خاطر په زړه کې ګوړې ماتولې چې پوځي اډې به په پاکستان کې جوړې کړي.
دا چې طالبان اوس په پاکستان کې جګړه اعلانوي که نه، څوک څه نه شي ويلای.
امريکا تر دې مخکې د افغانستان شمالي اړخ ته د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم د اډو ويلي ول، خو دغو هېوادونو رټ جواب ورکړ، ځکه نه يې غوښتل له خاورې يې په افغانستان کې لاس ووهل شي.
0 نظرونه