خان هم دا کوي، هم دا
۳۰ ثور ۱۴۰۰ 222394 0 نظر شهرت ننګيال

خان هم دا کوي، هم دا

له څو ورځنۍ ماتې ګوډې مزدوري وروسته مې فرهنګي دفتر کې نوکري موندلې وه.

زما بې‌عقلي دا چې د غبرګولي په اخر کې مې پېښور ته مخه کړې وه، څوارلس ورځې په لار راباندې تېرې شوې چې رسېدم، درحمان بابا په خبره، کور او ګور او پېښور درې واړه اور ګرځېدلي وو.

ماته ګوډه دا چې یوه ورځ موږ درې تنه دیاړۍ ته ووتلو، په خیبر بازار کې یوه ودانۍ جوړېدله، څرنګه چې ټکنالوجي صفر وه، درېیم چت ته په سرونو له سمټو ډک ښانکونه پورته کېدل چې ټاټکي چلول یې بلل.

دې ته به دې په سر له يوې کپړې جوړه منجیله باندې له سمټو ډک ښانکونه نورو چتو ته ځغلول.

مازیګر ټېکه‌دار راته کړه؛ الکه ته سبا مه راځه.

دا اعلان یې ګویا په کار کې زما بې‌خوندي ته په کتو کړی و.

ملګرو ورته کړه؛ حاجي صاحب دی مه شړه، موږ به دوه ګنټې زیات کار کوو.

ټېکه‌دار ورته کړه؛ ستاسې په دوو ګنټو کار زه څه کوم چې مستریان په چوټۍ شي، بیا د څه کار؟

نوکري مې د پینځو تنظیمو اتحاد، په فرهنګي کمېټه کې شوه.

ريیس مرحوم مولانا سخي‌داد فایز، مرستیال لیکوال، شاعر ګلاب ننګرهاری، منشي مرحوم مولوي رحیم الله زرمتی، د نشراتو امر مرحوم قیام الدین کشاف او د اخبار مدیر استاد عبدالباري غیرت و.

هغه چې وایي خوار پر هندوستان هم خوار وي، کیسه داسې شوه چې تنخوا یې د کورني د غړيو په حساب ورکوله.

د چا سر چې په دغه سربسته راز خلاص و، د کورنۍ د غړيو ليسټ به یې ښه غځولی و.

مجردانو ته یې درې سوه تنخوا ټاکلې وه، خو دوی کې هم چې چا ته دغه پټ راز څرګند و، ځانو ته یې لمسیان کړوسیان پیدا کړي وو.

نو زما خوار معاش د مجرد په حساب درې سوه کلدارې شو.

په دریو څلورو ورځو کې مې څه ناڅه خپله وړتیا په مسوولینو ومنلای شوه، ځکه خو یې د اخبار چاپ ته له استاد محترم سره د ملتیا ګوته را باندې کېښووه.

 

پېښور کې حروفچیني نه وه، په خطاطي او ډېري ډبرین یا سنګي چاپ کار چلېده.

د مشرانو نظر دا و چې په افغانستان کې حروفچیني او لینو ټایپ دود دی، ځکه خو باید اخبار، رسالې او کتابونه حروف چیني شي.

دا ګڼه د اختر په مناسبت فوق العاده چاپېدله، نو د اتحاد د مشر استاد سیاف اختریز پیغام ته یې زه ورولېږلم.

د استاد کور په ارباب روډ کې د عمومي واټ پر غاړه د دکانو د پاسه و.

لاندې د سترې پرانیستې دروازې دننه یې ورور بې‌وسلې یوازې پر کټ ناست و، له ستړې مشې سره ما ورته خپله مدعا بیان کړه. د ده سر به پرې خلاص و که نه، زه یې له دې خبرې سره چې استاد سره څوک دي، څنګ ته کښېنولم.

په دې کې بغلانی شمس الدین ګړندی را وګرځېد، له دواړو سره یې چټک سرسري د لاسو ستړي مشې وکړل او بې‌ له کومې پوښتنې همداسې چټک پر پوړیو وخوت.

د استاد سیاف ورو ته مې (نوم یې اوس په یاد نه راځي) وویل؛ دی خو ورغی!

ویل يې ته له ده سره ځان برابروې؟

مال همصنفي مې دی.

ویل چې داسې ده بیا دې کم نه ورته راولم پرې ورځه...

د فقیر بوټي کرامت مې له همدې ورځې زړه ته لوېدلی دی.

شمس الدین له مدرسې اخوانی، بلکې مخکښ او فعال هغه و.

د یوې جمعې مازیګر مې له ښاره په راتلو ستړي مشې کې د ده پر څنګل دوې ټاپې ولیدې، ورته کړه مې څنګه و استاد ښه و؟

ویل کوم استاد؟

(زموږ یو استاد رباني عطیش هم بندي و.) مال استاد عطیش. ویل زه څه ترې خبر یم. مال د لاس ټاپې دې وایي.

دا وخت نو پر استاد سیاف له ټولو زیات د شمس الدین ناز ډېر چلېده.

زه داسې خړې پړې کوټې ته وروختم چې کړکۍ یې واټ ته ختلې، څلور پنځه کسه ناست وو.

ما استاد ته خپله مدعا وړاندې کړه. ده څنګ ته ایښې کتابچه او قلم را واخیست، یو دوه ټکي ولیکي بیا له چا سره له خبرو قلم کتابچه کېږدي.

په زړه کې وایم درېغه دغه سلسله دوام ومومي، که پیغام یې وليکه او زه ترې رخصت او شمس الدین پاتې و، خیر مې نه‌شته.

دا به نو هغه شېبه وه چې الله تعالی د بنده سوال نه ردوي، ځکه خو دا لړۍ تر غرمې وغځېده او شمس الدین هم تر څه ځنډ او لنډې پسپسکې وروسته رخصت شو.

وروسته یې مناسبات خدای خبر په څه شي خراب شول، تر دې چې شمس یې له سختو منتقيدینو وګرځېده.

غرمنۍ ته له کوزې چلمچي په لاس مینځلو پر دسترخوان له توتي دالو ډک لوی وسپنیز پتنوسونه کتار شول، د غوړو درک دې په دوربین کې هم نشوای لګولای، یوه نمړۍ به مو خولې ته کړې وه چې په وراره یې غږ کړ؛ وا الکه ته یو څو د پیاز غوټې راوړه چې دا خواړه پرې پورې شي.

چې کتل مو یو ځوان له پیازو ډکه لمن پر دسترخوان دده مخې ته تشه کړه.

ده به یوه غوټه را واخیسته پر دسترخوان به یې له ایښودو په سوک دوې ټوټې کړه، یوه توټه به یې یوه او بله بل کس ته کېښودله.

وروسته دا هر څه ما ته تبلیغاتي او سیاسي اینجنیري ثابت شول،ځکه چې بیا یې پر نورو نخرو او نادودو استاد ته د ده د هجرت کلي د جومات له محراب سره د پاخه دېوال په سوري کولو، ځانګړې دروازه وکښله، وقس علی هذا..

پیغام مې چې دفتر ته راووړ، کشاف په غوسه و چې زه دې کار پسې ولېږم، ته چکرې وهې.

خو چې کاغذ یې پرانیست، تندی یې وغوړېد او د هر ټکي او جملې په ستاینه او عظمت یې لیکچر پیل کړ.

ماښام لاهور ته د حرکت امر صادر شو.

استاد محترم ویل؛ اورګاډي کې ځو که بس کې؟

ماته د اور ګاډي سفر نوی او خوندور ښکارېده، نو داورګاډي وړاندیز مې وکړ.

زه څه خبر چې اورګاډی بېلابېل کلاسونه لري. استاد د ارزانه او خوارې ډبې ټکټ کړی. تر پېنډۍ خو ښه وو یو څه راحت وو، خو هلته د خلکو یو هجوم ډبې ته را وخوت، د چوکیو منځ اولارو ګودرو کې یې واړول،ځینو به په بدماشي د چوکۍ منځ کې ځان راځای کړی و.

لنډه یې دا چې ډېر زمولنده سفر و.

لاهور ته داسې وخت ورسېدو چې هر څه تړلي، یوازې جوماتونه پرانستي وو.

جومات ته په ننوتو له اوداسه وروسته نه پوهېدو چې جماعت شوی که نه، ځکه اردو مو له کر او کرتاهے زیاته نه وه. خلک لګیا دي څوک په ناسته لمونځ کوي، چا ډه‌ډه وهلې، څوک اوږده غځېدلي.

استاد ته مې کړه چې جماعت به شوی وي کنه؟

ویل ته یوه دقیقه صبر وکړه، که د دغه کس چې پایې ته یې تکیه کړې، باد مات شو، جماعت شوی، که نه، نه دی شوی.

له یوې دقیقې لږ وخت کې سړي، هوا خړه کړه.

موږچې سنت کړي و، فرضو ته ودرېدو.

په سلام ګرځولو نور په راوتو وو چې قامت شروع او ملا الله اکبر کړ. په راوتو کې مې چې شا ته وکتل هغه کس صف ته ور روان و.

د استاد رفیع شعر را یاد شو؛

بې له نیته یې روژې دي، بې اودسه یې لمنځونه.

 

په بېرته راتلو استاد راته کړه؛ اور ګاډي کې ځو که بس کې؟

مال بس کې، ویل اورګاډی ښه نه دی؟

مال اورګاډي زړه راچوولی.

ویل يې ته داور ګاډي له مزو څه خبر یې؟

ته خو ویده وې، زه چې د سهار لمانځه ته په اوداسه پسې پورته شم، نو شاوخوا ښځې داسې بې‌هوښه غورځېدلې وي چې د چا نیمایي خېټه راوتلې وي، د چا نور محرمات، په مفتو کې ښه سیلونه وکړم.

مال رښتیا یې ویلي؛ خان هم دا کوي هم دا...

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې