هند تر کرونا وروسته توپان هم وواهه؛ ۲۴مړه۱۰۰ورک دي
سره له دې چې له يوې خوا پر هند د کرونا درېيمه څپه خورا خونړۍ روانه ده، له بلې خوا د دغه هېواد ځينې برخې يوه زورور توپان وهلې چې تر اوسه يې څلرويشت تنه وژلي او تر سلو زيات يې ژوندي ورک کړي دي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، دغه سمندري توپان د هند له لوېديزو سيمو سره ډغره وهلې ده.
د تاو تې په نامه دغه توپان د هند په ګجرات سيمه کې تر ټولو ډېر زيانونه اړولي دي.
دغه توپان چې په يوه ساعت کې د يو سل او پنځه اتيا کيلو مټره په واټن توند راالوتی، ونې يې له ريښو ايستلې او په دې سربېره يې د برېښنا او مخابراتي شبکو ستنې هم نړولې دي.
هلته بيا د هند سمندري ځواک خبر ورکړی دی چې يوه سمندري بېړۍ يې د ممبيي ساحل ته څېرمه د دغه توپان تر ټکر لاندې راغلې او غرقه شوې ده.
په دغه پېښه کې شپږنوي تنه په اوبو کې غرق شوي او لا هم ورک دي.
دا په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو توند توپان دی چې هند وهي.
0 نظرونه