په بلوچستان او کشمير کې۳پاکستاني پوځيان او۳پاکستاني ترهګر وژل شوي
۲۲ ثور ۱۴۰۰ 210373 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په بلوچستان او کشمير کې۳پاکستاني پوځيان او۳پاکستاني ترهګر وژل شوي

 

د هندوستان د سري‌نګر پوليس وايي، د اننت ناګ په وايلو ککر سيمه کې يې پاکستان روزلي ترهګر راايسار کړي او تر لنډې نښتې وروسته يې درې پاکستاني ترهګر وژلي دي.

دوی وايي، دغه ترهګر پاکستان روزلي ول او غوښتل يې په کمشير کې ورانۍ وکړي.

هلته بيا د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د مشکي په پتندر سيمه کې پر پاکستاني پوځيان بريد کړی او درې تنه يې ورڅخه وژلي دي.

دی وايي، په دغه بريد کې ګڼ شمېر پوځيان ژوبل شوي هم دي چې په دوو الوتکو کې د پېښې له ځايه وړل شوي دي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې