آيا اسلام حکم کوي چې له ښځو سره دې شرعي محرم ملتيا وکړي؟
۲۰ ثور ۱۴۰۰ 268409 1 نظر سرخط ورځپاڼه

آيا اسلام حکم کوي چې له ښځو سره دې شرعي محرم ملتيا وکړي؟

طالبان د خپلو فعاليتونو له پيل سره تر نن پورې د ښځو پر وړاندې وچ او د نه انعطاف وړ دريځ لري. له همدې امله نه يوازې دا چې د ښځو له‌پاره هيڅ کوم رول ته قائل ‌دي بلکې د هغوي پر وړاندې ډېر شديد محدوديتونه وضع کړي دي. له دې ډلې له شرعي محرم پرته له کوره د ښځو پر وتلو د محدوديت وضع کوي.  طالبان خپل دغه کار ته فقهي او اسلامي رنګ ورکوي او د هغوی تر واک لاندې سيمو کې د ښځو پر وړاندې دغه حالت تر نن پورې هم  دوام لري. 

خو طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته دغه وضعيت بدلون وموند.  له طالبانو وروسته دولت د ښځو پر وړاندې ډېر محدوديتونه لېرې کړل او په بېلابېلو برخو کې د هغوی رول په رسميت وپېژندل شو. خو بياهم ښځو په اصلي معنه سره خپل موقف ترلاسه نه‌کړ. د ټولنې سنتي جوړښت هم د ښځو پر وړاندې ځينې محدوديتونه وساتل. ځينې وختونه د جمهوريت تر چتر لاندې داسې پيښې رامنځته شوې چې د ښځو حقونو څخه څرګنده سرغړونه وه او وروستی مورد يې هم د کهمرد ولسوالۍ د ولسوال دريځ وو چې له روغتيايي مرکزونو وغوښتل څو له شرعي محرم پرته د ښځو له درملنې څخه ډډه وکړي. که څه هم دغه دستور ډېره ژر غبرګونونه راوپارول چې په پايله کې دغه امر بېرته واخېستل شو. خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې په رښتيا سره شرعي محارم تل په افغانستان کې د ښځو له‌پاره يوه د بحث وړ مسأله ده. آيا اسلام دا حکم کوي چې له ښځو سره دې شرعي محارم ملتيا وکړي او په ننني افغانستان کې له ښځې سره د محرم ملتيا څومره عملي ده؟

د افغان ښځو شبکې په همدې اړه له دينې عالمانو، کارپوهانو او د ښځو حقونو فعالانو څخه يو لړ مشخصې پوښتنې مطرحه کړي څو روښانه شي چې آيا له ښځو دغه ډول چلند ديني بنست لري که يوازې سليقوي چلند بلل  کېږي. په اصولو کې دغه ډول کرڼې عملي ده کنه؟ موندنې په ټوليز ډول دا دي چې د اسلام مبارک دين له نظره له شرعي محارمو سره له کوره د ښځو وتل کوم الزاميت نه‌لري او  هغه کسان چې پر ښځو دا ډول محدوديت وضع کوي، له ديني سرچينو څخه ناسم تفسير، سو‌ء تفاهم او له تاريخ څخه بې خبري ده. له بل لوري دغه غوښتنه په ټولنه کې عملي اړخ نه‌لري.  دلته د ښځو کارپوهانو نظريې را اخلو:

د ښځو د فعالیت او د شرعي محارمو له‌خوا د هغوی ملتيا په اړه د اسلام سپيڅلي دين ليدلوری څه دی ؟     

دیزی خان (د معنويت او برابرۍ په برخه کې د ښځو اسلامي نوښت بنسټ ګر چې د مسلمانو ښځو تر ټولو لويه نړيواله شبکه ده، د سولې ټينګښت، جنسيتي برابرۍ او انساني کرامت ته ژمن دی): د اسلام په سپيڅلي دين کې ښځه د نارينه په څېر حقوقي او مذهبي شخصيت لري او يو مسووليت منوونکی عنصر، يوه آزاده تبعه او د خدای پاک بنده ګڼل کېږي. د هغې قانوني او  مشروع تحرکاتو او آزادۍ پر وړاندې هيڅ ډول محدوديت او خنډ نشته، ځکه چې ښځه د نارينه په څېر حق لري څو خپلې ګټې ولټوي او په بشري فعاليتونو کې خپله وړتيا او استعداد تجربه کړي. د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځې هيڅ‌کله هم د کور په چارديوالي کې منحصرې نه‌دي پاتې، بلکې د ټولنې په سياسي، ټولنيز او ديني برخو کې يې رول لوبولی دی.

 

بنیانگذار ابتکار اسلامی زنان در معنویت و برابری (WISE) ، بزرگترین شبکه جهانی زنان مسلمان متعهد به ایجاد صلح ، برابری جنسیتی ، و کرامت انسانی

Founder of the Islamic Initiative for Women in Spirituality and Equality (WISE), the largest global network of Muslim women committed to peace, gender equality, and human dignity

بنیانگذار طرح اسلامی زنان در معنویت و برابری (WISE)، بزرگترین شبکه جهانی زنان مسلمان متعهد به ایجاد صلح، برابری جنسیتی، و کرامت انسانی

Founder of the Islamic Initiative for Women in Spirituality and Equality (WISE), the largest global network of Muslim women committed to peace, gender equality, and human dignity

Can't load full results

Try again

Retrying...

Retrying...

په ټولنه کې د ښځو اقتصادي رول له هغو رولونو څخه ګڼل کېږي چې په ټولنه کې ښځو اغېزناک او فعال حضور ښکارندوی کوي، يعنې دا ښيي چې ښځو د ټولنې په اقتصادي برخو کې فعاله حضور درلود (سوره النساء 32آیت) ښځو ته اقتصادي آزادي ورکړل شوې، څو وکولی شي د نارينه‌وو په څېر د مالکيت او  ملکيت حق ولري. د دغې مسألې په اړه بايد وويل شي چې قرآنکريم ښځو ته دا حق ورکړی چې له خپل مال او شتمني څخه د خپلو اړتياوو پر بنسټ او د بل کس له هر ډول څارنې او مراقبت پرته استفاده وکړي. دغه آيت د ښځو او نارينه‌وو اقتصادي ګټه او مالکيت تصديقوي چې په واقعيت کې د ټولنيز مشارکت يوه جوته بېلګه ګڼل کېږي او دغه ناسم تصور او درک چې ګواکي اقتصادي ګټه او  مالکيت يوازې د نارينه په انحصار کې ده، په څرګند ډول ردوي.

په دغه آيت کې د ښځو په اقتصادي فعاليتونو کې د شرعي محرم له شتون څخه هيڅ ډول يادونه نه‌ده شوې. د القصاص سوره په ۲۳ او ۲۶ آيتونو کې د حضرت شعيب عليه اسلام د لوڼو ټولنيز فعاليت ته اشاره شوې او دا ښيي چې د عايد ترلاسه کولو په موخه د ښځو د کار پر وړاندې هيڅ ډول خنډ نشته او ښځې کولی شي له شرعي محارمو پرته   کار  وکړي او له اقتصادي رول څخه برخمنې واوسي.

فریده نیکزاد( ژورنالیسته، ښځو د حقونو مدافع، د پژواک خبري آژانس يوه بنسټ‌ګره، د حکومت او رسنيو ګډې کميټې غړې، د ناروې د ښځو شبکې مشورتي بورډ غړې) : يو شمېر ښځې له مودو وروسته پر دې وتوانيدې چې د کوچنيو پانګونو پر مټ په کورنۍ کې مالي خپلواکي ترلاسه کړي او دې کار د هغوی مقام د ټولنيز چلند له اړخه بدل کړی دی، ځکه د هغه عايد له امله چې لري يې د کورنۍ او حتی ميړه مسووليتونه پر غاړه اخلي. ځکه چې په اوسني وخت کې په ځوانانو او نارينه‌وو کې د وزګارتيا کچه ډېره لوړه ده. همدارنګه ښځې د کورنيو او بهرنيو پېريدونکيو د پام جلبولو او بازارموندنې له‌پاره اړتيا لري چې د نارينه‌وو په څېر خپل ځانګړي د لاسي صنايعو توليدات نندارې ته وړاندې کړي او په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې ګډون وکړي خو که محرم ونه‌لري، نو د سيالۍ ځای يې تش پاتې کېږي او بياهم نارينه ته فرصت ډېر مساعدېږي. دا بايد هير نه‌کړو چې د زيات افغانو ښځو په وروستيو څلورو لسيزو کې خپل ميړونه او اولادونه له لاسه ورکړي چې د هغوی عايد راوړونکي ګڼل کيدل.  

د اسلام مبارک دين په لومړيو کې له ښځو سره د شرعي محارمو د ملتيا مسأله څنګه وه؟

 

دیزی خان : د اسلام سپيڅلي دين په لومړيو کې يو زيات شمېر ښځو د اسلام دين راوړلو په موخه هجرت وکړ. هغوی دغه کار په يوازيتوب سره کاوو او خپلې کورنۍ او ميړونه يې پرېښودل. هغوی په اوږده واټن سره مساپري کوله او له شرعي محارمو پرته يې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره بيعت کاوو. په همدې ترتيب ښځو د عقبې په لومړي او دويم کنفرانس کې چې يثرب( مدينه) ته له هجرت مخکې جوړ شوی وو، ګډون وکړ چې دا په واقعيت کې د اسلامي دولت د تأسيس لامل شو. 

مسلمانې ښځې او نارينه د خپلو ديني فرايضو اداء کولو له‌پاره هڅول کيدل چې د معنوي پوهې، تقوا او عدالت په لټه کې شي. که چېرې يوه ښځې يوازې په کور پورې محدودې او له عمومي ځايونو لکه ښوونځي، پوهنتون، جومات، روغتون، کارځای او د رأيې صندق څخه محرومې شي، په يقيني توګه هيڅ يو له دغو فعاليتونو څخه په عملي توګه ممکن نه‌دي. د اسلام مبارک دين مادي شتمنيو ته د ښځو لاسرسي حق څخه ملاتړ او ساتنه کوي او هغوی د بل کس له هر ډول څارنې او مراقبت پرته له خپل مال او شتمني څخه د استفادې حق لري. د شريعت د عمومي اهدافو په چوکاټ کې د ښځو او نارينه‌وو ته د مال او پانګې ملاتړ او زياتوالي حق ورکړل شوی څو کار وکړي او له هغه څخه عادلانه مزد ترلاسه کړي. دغې مسأله کې په يو اقتصادي چاپيريال کې د ژوند معيشت څخه ساتنه هم شامله ده چې کارګرو ته دا وړتيا ورکوي څو مشروع او قانوني پانګه او شتمني ترلاسه کړي. پر ښځو د شرعي محارمو تحميل او د کار نه‌کولومحدويت وضع کول په واقعيت کې هغوی له شرعي حقوقو څخه د ژوندانه لګښتونو چمتو کول، د پانګې ترلاسه کول او مالي خپلواکی ته لاسرسی دی، محروموي.

عادله محسني (د ښځو حقونو فعاله، د تشیع شخصيه احوالو قانون، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون، د کورنۍ قانون د تعديل کميټې غړې، د افغان ښځو سياسي مشارکت کميټې يوه مؤسسه): د کډوالۍ په ستر سياسي ـ ټولنيز غورځنګ کې ښځو هم د نارينه‌وو په څېر رول لوبولی او له مسلمانو نارينه‌وو سره اوږه په اوږه د اسلام دين د پراختيا او ساتنې له‌پاره يې هجرت کړی. ( سورة النساء ۹۷ او ۹۸ آيتونه) د القتصاص سورې په ۲۳ او ۲۶ آيتونو کې د حضرت شعيت علیه السلام د لوڼو ټولنيز کار ته اشاره شوې او دا ښيي چې د عايد ترلاسه کولو په موخه د ښځو د کار پر وړاندې هيڅ ډول خنډ نشته او هغوی کولی شي له شرعي محارمو پرته کار وکړي او له ټولنيز رول څخه برخمنې واوسي.

الله جل جلاله د القصاص سورې په ۱۱ آيت کې د حضرت موسی علیه اسلام د مور او  خور رول ته اشاره کړې او ښيي چې هغوی څنګه په ټولنه کې د پيغمبر صلی الله عليه والسلام ژغورنې له‌پاره هڅې کولی او له شرعي محارمو پرته يې په ټولنه کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکاوو.

د دغه ډول محدوديت وضع کول په ټولنه کې د ښځو پر بنسټ څه اغېز لري؟

دیزی خان: ځينې مسلمانان ۳۳ آيت څخه چې په کور کې د ښځو پاتې کيدو او له محرم پرته د هغوی د نه وتلو په اړه دی، په استنباط کوي. خو که ځېر شو دغه آيت د پيغمبر صلی الله علیه وسلم ميرمنو ته لارښوونه کړې چې له موجب پرته سړکونو ته په وتو سره له بت پرسته ښځو څخه تقليد ونه‌کړي او ټولو مسلمانو ښځو ته نه اطلاقېږي. د ښځو د فعاليتونو محدودول د دې له‌پاره دي چې له محارمو ( خپلوانو) د نشتوالي په صورت کې ورڅخه د ناوړه استفادې مخنيوی وشي. چې دغه تعبير د دين له حکم سره تړاو نه‌لري. د يادونې ده د وسطی پيړيو پر مهال د محارمو درلودلو اړتيا احساسيده ځکه چې جګړې او ټولنيزې ناخوالې د اسلام تمدن د پاشل کيدو او  فيوډاليزم لامل شوې. د صليبيانو تیري د عامو خلکو امنيت ګواښه او د ښځو شخصي امنيت يې له خطر سره مخ کاوو. نو له دې کبله فقهاوو حکم ورکړ چې  ښځې بايد د خونديتوب له‌پاره له محرم سره له کوره ووځي. خو د وخت په تېريدو سره دغه حکم بدلون وموند او په ټوليز ډول ښځې عامه ځايونو ته له تګ څخه منع شوې.

د اسلامي تمدن تاريخ په اوږدو کې د ښځو لاسته‌راوړنې له مذهبي چاپيريال څخه په پراخه کچه وې، روفيضه بنت سعد يوه ماهره نرسه وه او لومړنی بيړنۍ کلينيک يې تأسيس کړ چې د غزواتو( جګړو) پر مهال يې له ټپيانو څخه مراقبت کاوو. نوصيبه بنت کعب النصاريه چې په ۶۳۴ کال کې وفات شوه او خواله بنت الازور چې په ۶۳۹ کال کې وفات شوه د جګړه‌ييزو مهارتونو له اړخه مشهورې وې او دواړو په غزواتو کې د نارينه ترڅنګ برخه اخېسته. حضرت عمر (رض) الشيفا بنت عبدالله د مدينې په بازار کې لومړنۍ پلټوونکې وګمارله څو په بازا کې شکمن فعاليتونه کنټرول او  سوداګرو ته د مجازو فعاليتونو په برخه کې لارښوونې وکړي چې هغې دغه کار له محرم پرته ترسره کاوو.

مسیحه فایز (د ښځو حقونو مدافع، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي، د جنسيتي برابرۍ او د قانون حاکميت برخه کې له اتلس کلنې تجربې سره د ښځو حقونو فعاله او د ملي او بين‌المللي بنسټونو همکاره) : د مور بې وزلي او فقر هر ډول ټولنيزو ناخوالو او فساد لکه غلاو ته زمينه برابروي، هغه ټولنه چې له اقتصادي پلوه له فقر سره مخ نه‌وي، ښه ټولنيز امنيت څخه برخمنه وي. موږ له شرعي اړخه مسووليت لرو چې اسلامي ټولنه له فقر او  بدبختۍ څخه وژغورو او دا چې اسلامي هېوادونه له اقتصادي پلوه بې وزلي دي، يو دليل يې هم د ښځو نه فعاليت دی چې نيمه ټولنه مصرفوونکې ګرځوي او عايد او مصرف يوازې د نارينه‌وو پر غاړه وي. چې دا کار مذهبي ريښه نه‌لري. څرنګه چې په صدر اسلام کې مسلمانو ښځو سوداګري کوله او په ټولنه کې يې حضور درلود ( قاعده لا ضرر)

حمیده رمضاني (  د ښځو حقونو، سولې او امنيت برخو کارپوهه او حق‌غوښتوونکې ): که چېرې په ټولنه کې د هرې ښځې تر څنګ د يوه نارينه شتون جبري شي، له هر څه مخکې دغه ټولنه نا امنه ښکاري، دويم دا چې قانون د نارينه پر غاړه نور اضافي مسووليتونه هم ور اچوي او دا په دې معنې ده چې ۵۰ سلنه ټولنه بايد د ۵۰ سلنې نورې هغې ملتيا وکړي. چې دغه کار له اقتصادي او زماني اړخه د ټولنې په ګټه نه‌دی. له دې ټولو سربېره هغوی بايد د ښځو حقونه هم له پامه ونه‌غورځوي. ښځې انسانانې دي او له نارينه‌وو سره برابر حقونه لري. که چېرې هغوی ( طالبان) د ښځو خونديتوب له‌پاره داسې څه غواړي بايد د ښځو د محدوديت پر ځای تر ټولو ډېر امنيتي موضو‌ع‌ګانو ته پام واړوي.

څلويښت کلنو جګړو په افغانستان کې جنسيتي وړتيا څنګه بدله کړه؟

عادله محسني: د څو لسيزو جګړو په ترڅ کې په زرهاوو نارينه افغانان ووژل شو چې له امله يې په اقتصاد کې د کاري ځواک تشه رامنځته شوه چې وروسته ښځينه کارګرو دغه تشه ډکه کړه. د ښځو حقونو ته په پردۍ سترګه کتل او د هغوی شته لاسته راوړنې له پامه غورځول به پر کاري فرصتونو او اقتصادي سيالۍ باندې ناوړه منفي اغېز ولري او ډېری به بېرته لوږې او فقر ته راوګرځوي. په جبري توګه د يو محرم درلودل د لوړو زده‌کړو په برخه کې خنډونه رامنځته کولی شي چې د ژوندانه معيشت په تأمين او د مالي چارو مديريت له‌پاره لازمي ګڼل کېږي. د افغانستان په ډېری سيمو کې محافظه کار وکړي هڅه کوي څو د ښځو خوځښت منع کړي او له کوره بهر د هغوی ملتيا له‌پاره د محرم غوښتوونکې دي، چې دغه کار تر ډېره  په اسلام  کې د ښځو تضمين شوي حقوق تر پښو لاندې کوي. له دې سربېره د ښځې او نجلې له‌پاره د محرم درلودل له علمي او منطقي اړخه ناممکن دي.

قدسیه رهین (د سولې له‌پاره د حق‌غوښتوونکيو ځوانانو د کميټې غړې او مدني فعاله ):  راځئ دلته له منطق څخه په استفادې سره بحث وکړو. په افغانستان کې د هرې کورنۍ منځنۍ شمېر اوه کسه اټکل شوی. که چېرې يوه مور فرض کړو چې ښوونکې ده او لوڼې يې ښوونځي او پوهنتون ته ځي او دوه زامن يې په لومړني ښوونځي کې دي، د کورنۍ پلار د چاودنې لخ امله سخت ټپی دی او جدي روغتيايي ستونزې لري. مور د کورنۍ لګښت چمتو کوي. د کورنۍ کوم کس باید هغه تر کارځای پورې ورسوي او په تګ راتګ کې يې ملتيا وکړي؟ آيا زامن يې ښوونځی پرېږدي او د خويندو او مور له‌پاره يې محرم وګرځي؟ آيا دغه ناعادلانه او د زده‌کړو حق څخه سرغړونه نه‌ده؟ آيا لوڼې يې زده‌کړې پرېږدې؟ آيا دا د زده‌کړو حق څخه سرغړونه نه‌ده؟ يا دا چې مور بايد دنده پرېږدي؟ آيا د عايد ترلاسه کولو له‌پاره د هغې له حق څخه سرغړونه نه‌ده؟  څوک يې د کورنۍ اړتياوو د پوره کولو مسوول وي؟ په ميليونونو افغانۍ کورنۍ په ورته شرایطو کې ژوند کوي. دوه څلويښت کلنو جګړو د ټولنې جنسيتي وړتيا بدله کړې ده.

نجلا راحل (د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې مرستياله، د افغان ښځو شبکې لوړپوړې غړې او د سيمې ښځو د شبکې غړې ): په افغانستان کې د جګړې مستقيمو قربانيانو ډېری برخه ښځې جوړوي، هغه ميرمنې چې ميړونه يې وژل شوي او کوچني اولادونه لري، ډېرو مسووليتونو ته اوږه ورکوي لکه د نفقې چمتو کول او د اولادونو زده‌کړې. له دې سربېره ښځې مؤظفې دي چې له کوره بهر په ټولنه کې کار وکړي څو د خپلو يتمانو پر وړاندې خپل مسووليټ اداء کړي. له همدې امله که د نارينه‌وو او ښځو د جلا کار  مسأله په پام کې ونيول شي، د هغو ښځو له‌پاره د کار زمينه محدودېږي چې بايد د يو مدير او نارينه تر لاس لاندې کار وکړي او دغه بهير له يوې خوا د يتيمانو له‌پاره د نفقې پيدا کولو پر وړاندې خڼد ګرځي له بل لوري د هغوی زد‌‌کړو ته کافي پاملرنه نه‌کېږي، دا چې ماشومان د هېواد راتلوونکې جوړوي، د هغوی راتلوونکې له خطر سره مخ کېږي.

   آيا په نورو اسلامي ټولنو کې هم بايد شرعي محارم له ښځو سره ملتيا وکړي؟

دیزی خان : مسلمانې ښځې د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړيو هېوادونو کې خپلو هېوادونو ته د سفر او له هېواده څخه بهر سفر پر مهال محرم ته اړتيا نه‌لري. د ۲۰۱۹ کال په جولای کې  سعودي عربستان  د سفر، زده‌کړو، سوداګرۍ او د معيشت ټينګښت له‌پاره کار په موخه د محرم درلودل او يا د هغوی د اجازې شرط لغو کړ. همدارنګه مسلمانې ښځې بايد  د پخوانيو بډايو مسلمانو ښځو د وارثانو په څېر د خپلو ملتونو د اقتصادي ودې او ګټې سره د پام وړ مرسته وکړي. که چېرې يو زيات شمېر افغان ميرمنې د محرم له محدوديت سره مخ شي، د هغوی پر ژوند به معکوسې پايلې ولري او د افغانستان پراختيا برخه کې به د ښځو پرمختګونه له شاتګ سره مخ شي. د ښځو د حقوقو او آزادۍ له لاسه ورکول پر راتلوونکې نسل ناوړه اغېزې کولی شي او د فعالو هېوادوالو په څېر به په ټولنه کې ګډون ونه‌شي کولی. افغانې ښځې د امنيت په تضمين سره کولی شي په عامه برخو کې مشارکت ولري، د ټولنيزو او امنيتي پاليسيو د تدوين په برخو کې خپل غږونه او ليدلوري وړاندې کړي  او د ټولو افغانانو له‌پاره به د انساني سوکالۍ، سولې او ثبات په ټينګښت مرسته وکړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

  1. Avatar
    کریمه
    سه شنبه، ۲۱ ثور ۱۴۰۰پاسخ
    زنان ببدون محرم اجازه شرعی ندارند ولی در وقت که انها وظیفه رسمی داشته باشند نمی توانند شوهر یا پسر خود را از کار بکشد و یا پس. خود را مانع رفتن به مکتب شود. ودر سفر ها هم از گروهی از رنان باشند. ودر حای مصعون باشند.مشکل واقع نمیشود.
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Azizi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې