ملي امنيت په کابل کې د طالبانو يوه خونخوره ډله نيولې
۲۰ ثور ۱۴۰۰ 196310 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملي امنيت په کابل کې د طالبانو يوه خونخوره ډله نيولې

 

د افغانستان ملي امنيت وايي، سرتېرو په کابل کې عمليات کړي او د طالبانو يو نهه کسيزه خونړۍ ډله يې نيولې ده.

ملي امنيت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغې ډلې په کابل کې خلک په نښه کول او ويشتل او په دې سربېره يې منګوري ماينونه هم په موټرو پسې سريښول.

په خبرپاڼه کې د نيول شويو کسانو نومونه محمد ناصر، محمد جمعه، شېر الله، سیف ‌الله، عبدالاحد، شرافت‌ الله، رحمت ‌الله او عبدالله ښوول شوي دي.

دغې ډلې په دې سربېره، څو پوستو ته بمونه هم ايښي او ورغورځولي ول او د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، وسلې او بمونه يې په پغمان کې د طالبانو له يوه قوماندان څخه تر لاسه کول.

دوی اوس تازه د وژنو يوه نوې لړۍ پيلوله چې ملي امنيت وار ورباندې ړومبی کړ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې