سبا نه بله ورځ ملي ماتم دی
ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابل د برچي او د لوګر د خونړيو چاودنو په اړه په خپله يوه وينا کې د سه شنبې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.
ولسمشر وويل، په دغه ورځ به د افغانستان په ټولو ولايتونو، حکومتي دفترونو او له هېواده د باندې د افغانستان په استازوليو کې د دواړو ناوړه پېښو د شهيدانو ارواوو ته د جنت او ټپيانو ته د عاجلې شفا په پار د افغانستان خلک دعاوې کوي.
ولسمشر په دې سربېره، د عامې روغتيا وزارت او خپلو دواړو مرستيالانو ته ورياده کړې ده چې د دغو دوو پېښو د قربانيانو لپاره دې، ژر څه وکړي.
0 نظرونه