پاپ فرانسيس د برچي شهيدانو ته دعا کړې
۱۹ ثور ۱۴۰۰ 173122 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاپ فرانسيس د برچي شهيدانو ته دعا کړې

 

د کاتوليکو عيسويانو مشر پاپ فرانسيس د کابل په برچي دښته کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې قربانيانو ته له خدايه جنت او عاجله شفا غوښتې ده.

 

پاپ په روژه کې، پر ماشومانو چاودنه له انسانيته خورا لېرې کار بللی او له ټولو انسانانو يې غوښتي دي چې د دغې پېښې شهيدانو او ټپيانو ته دعاوې وکړي.

 

پاپ په دې سربېره، افغانستان ته هم دعا کړې ده چې خدای دې ورته سوله راولي.

د کابل په برچي سيمه کې پرون ماسپښين قضا مهال د سيدالشهدا په نامه يوې لېسې ته څېرمه پر ماشومانو موټربم او دوه نورې چاودنې وشوې چې له امله يې تر پنځوس ډېر شهيدان او يو نيم سل نور ژوبل شول.

د دغه موټربم بريد له امله د شهيدانو لويه برخه وړې نجونې دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې