د برچي په چاودنه کې تر اوسه ۱۳تنه شهيدان او ۳۰ ژوبل دي
نن ماسپښين قضا د کابل د ديارلسمې حوزې اړوند په برچي سيمه کې د سيد الشهدا په نامه لېسې ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د لومړنيو تر لاسه شويو راپورونو په اساس ديارلس تنه شهيدان او دېرش نور ژوبل دي.
په شهيدانو کې لويه برخه يې نجونې دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند دستګير نظري وايي، د پېښې له ځایه دېرش تنه ټپيان د برچي سيمې دوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دی وايي، په ټپيانو کې هم د دوو تنو حالت نازک دی.
تر اوسه د دغې پېښې مسووليت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځې راهيسې په هېواد کې جګړو او ناامنيو يو وار بيا سر کړی او درانه ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.
0 نظرونه