امريکا دوه اوونۍ له افغانستانه د عسکرو ايستل دروي
امريکايي رسنۍ وايي، د امريکا حکومت پرېکړه کړې ده چې تر دوو اوونيو او يا هم تر دغې مودې زياته موده، له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو لړۍ ودروي.
دوی وايي، امريکا دغه کار د خپلو هغو متحدينو په غوښتنه کوي چې ورڅخه يې غوښتي دي له افغانستانه د سرتېرو په ايستو کې دې بېړه نه کوي.
وال سټريټ ژورنال د ځينو امريکايي چارواکيو له خولې وايي چې ځينو اروپايي هېوادونو له امريکا څخه غوښتي دي چې سرتېري دې له افغانستانه په بېړه نه باسي.
له امريکا څخه دغه غوښتنه جرمني او ځينو نورو اروپايي هېوادونو کړې ده.
هلته بيا تر دې وړاندې ترکيې ويلي و چې که بهرني سرتېري له افغانستان څخه و هم وځي، کېدای شي دوی خپل سرتېري همدلته پرېږدي.
هاخوا بيا د امريکا د دفاع وزير لويد اسټين ويلي چې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره لا نور سرتېري او الوتکې لېږي او په دې سربېره يې ويلي دي چې امريکا پر يوه داسې طرح کار کوي چې د افغان سرتېرو روزنه په يوه بل هېواد کې پيل کړي.
0 نظرونه