نيمه‌ترهګري؛  د بيان بې‌بندوباره ازادي
۱۴ ثور ۱۴۰۰ 219845 0 نظر سيد "شاه"

نيمه‌ترهګري؛ د بيان بې‌بندوباره ازادي

په نوره نړۍ کې به له پېښو او روانو چارو د چا خبرول خبريالي وي، خو په افغانستان دغه کار، اتيا فيصده ترهګري ده.

زموږ وطن له بده مرغه تر نوره نړۍ دومره وروسته پاتې دی چې اوس د نورو اصول، مقرارت او هغه نسخې چې د انسانانو د سوکالي لپاره يې جوړې کړې، موږ وژني، زموږ فکر، روان او بدنونه د هغو د هضم وړتيا نه لري.

بېلګه يې درکوم؛ په نوره نړۍ کې چې څوک زکام شي يا تبه مبه ولري، ډاکټر ورته وايي، له غوړو لاس ونيسه، غوښه ډېره مه خوره او يا په نورو ناروغيو کې يې له شيدو، مستو او ځينو وچو مېوو هم راګرځوي.

دا نسخه بېخي سمه ده، په ځان کې هيڅ مشکل نه لري، نورو ته ښه ده، خو د افغانانو لپاره نه ده.

دلته يوه سړي ته په مياشت يا موسم کې يو وار چېرته د واده په ډوډۍ کې وريجې او غوښه رسېږي، ښځې بې‌چاره ګانې خو د خيرات له راغلې غوښې هم، يوازې لنده ډوډۍ تر نرو وروسته خوري، نو اوس چې په دې انسان هماغه غوښه، غوړ، وريجې يا بل څه هم پسې بند کړې، نو خو له بارانه دې پورته کړ، ناوې ته دې کښېناوه.

کټ مټ د بيان ازادي هم په افغانستان کې همداسې ده لکه د نورې نړۍ د تودې تبه نسخه.

دلته جنګ په څلورو پښو ولاړ دی. يوه يې زموږ خپل جهالت او فساد، بله يې، طالب، داعش او نور بلابتر، درېيمه او څلورمه يې ښايسته نومونه لري، خو موږ د سرو زرو په دغه چاړه لکه د قرباني اوښان اووه څايه حلال يوو؛ مسلمان ګاونډيان او د رسنيو او بيان ازادي.

دلته د بيان ازادي نيمه ترهګري ده، که مهار نه شي؛ کاله دوه وروسته به ټولو لمنې پر سر اړولي او لېوني ګرځو.

د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې چاودنه وشي، له هماغې سيمې پرته، نور کابل او درست وطن ورباندې خبر هم نه وي، زموږ خبريال صاحب "د پېښې ځای ته" ځان ور ورسوي، په وينو لړلي عکسونه د خلکو سترګو ته ونيسي، غټه يې کړي، ببره يې کړي، وېره خپره کړي او په چاودنه کې تر چاودنې سل چنده بله لويه چاودنه وکړي چې غږ يې د وطن کونج کونج ته ورسېږي، وينې يې د وطن تر سرحدونو وبهېږي او بيا کښېني پر خپله دغه ترهګري د خبريالي نوم کېږدي او جواز ته يې د بيان ازادي ثبوت وړاندې کړي.

ترهګري يوازې دا نه ده چې خلک ووژنې، وېره خپرول، د خلکو زړونه لړزول او ډارول هغومره لوی ټروريزم دی.

د رسنيو کار په شننو او تحليلونو د خلکو او فکرونو روزل، تفريح او ساتېری ورته جوړول او په اخير کې خلک خبرول دي، خو زموږ رسنۍ جوړ فکرونه له بېخه باسي، د تفريح په برخه کې زهر ورکوي او خبرول خو يې هغه دی سپينه ترهګري ده.

که زه اوس تاته ووايم چې اشنا زه نن ماخوستن څراغونه وژنم، تر ځان يو سپين څادر تاووم، داسې کجاوه کجاوه او ځولۍ ځولۍ ستا پر خوا درځم او چې درورسېدم پرې در پخوهم چې وډارېږې، نو ته بيا ډارېږي؟ بېخي نه؛ ځکه پوهېږې چې زه يم او ته له ما نه ډارېږي. ډار يوازې هغه وخت وي چې ته په کيسه پوه نه شې، يوازې چيغه او پخ وهل واورې او يو سپين نابلده شي د ځان پر خوا در روان ووينې.

اوس که رسنۍ راشي او خبر جوړ کړي چې يو څلوربوله شی دی، د مړي غوندې کفن پسې څښېږي، شاولې باولې روان وي او په خلکو پسې د شپې منډې وهي، نو چې چا دغه خبر وارېده، د شپې د باندې نه راوځي، زړه يې لړزه کوي او وېره يې په هډو ننوځي، هغه که بيا د شپې هر سپين شی ووينې، چيغه کوي، ښايي زړه يې ودرېږي، ومري.

خو که رسنۍ ووايي، چې يو کس پر ځان څادر اچولی، موخه يې يوازې د خلکو ډارول دي او چې خلک چيغې ووهي ده ته خوند ورکوي او هو دغه کس هم د پلاني زوی دی؛ نو وېره ختمه شوه، که چا ته د شپې رښتيا هم بلا په مخه ورشي، نه ځنې ډارېږي، بلکې وار لا ورباندې کوي.

همدا د خبر او تحليل توپير دی او زموږ رسنۍ د بيان د ازادي په نامه يوازې هغه لومړی کار کوي، خبرول او ډارول او په همدې اساس زموږ سم نيمايي، بلکې لا زيات خبريالان ترهګر دي.

د طالبانو به خدای داړې وچې کړي، کرونا به عادي زکام شي او مجاهدين به سړي شي، خو د رسنيو دغه سر اخيستی غویی به د درست ولس روح او روان تر پښو لاندې غوبل کړي.

که څوک پر دې خاوره او خلکو زړه سوځي، د بيان دغه بې‌بندوباره ازادي دې ورڅخه واخلي.

ولس دې ژوندی وي، خو لېونی دې نه وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې