د ايران حکومت هلته پر کاګرو افغانانو د کرونا واکسين بند کړی
سره له دې چې د ايران د خوړو او درملو ادارې ويلي و چې د کرونا واکسين به ايرانيانو او هلته شته افغانانو ته يو ډول ورکول کېږي، خو حکومت هغو افغانانو ته په واکسين ورکولو بنديز لګولی دی چې هلته د ښارونو چټلۍ پاکوي.
د ايران د ښاري اسلامي شورا غړی حجت نظري وايي، دا د ايراني حکومت د تعبيض او پرېوتي فکر روښانه بېلګه ده.
دی وايي، د ښارواليو ايراني کارکوونکيو ته واکسين شوی، خو د همدې ښارواليو افغان کاګرو ته يې واکسين منع اعلان کړی دی.
دی وايي، د ايران قانون په تعصب او کرکه ولاړ دی، ځکه خو ضد و تقيض دی.
د ده په خبره، يو قانون چې افغان کاګر ته واکسين نه ورکوي، نو درانه او چټل کارونه څنګه ورباندې کوي.
په ايران کې له افغانانو سره تر بدوبتر ناوړه چلند کېږي او حتا هغه افغانان چې همالته زېږېدلي او څو لسيزې عمر يې هم هلته تېر کړی، لا هم د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته د يوه انسان په څېر، لاس رسی نه لري.
دغې موضوع د ايران ټولنيزو رسنيو ته هم لاره کړې او ځينې مدني فعالان يې غوسه کړي دي.
يو تن ليکي، په يوه دنده کې دوه تنه يو ډول کار کوي، يو يې چې ايرانی دی واکسين ورکول کېږي او بل يې چې افغان دی، ورته ګوري، خو واکسين څوک نه ورکوي.
دی وايي، دغه فاشيسټ تفکر به په نړۍ کې د ايران پاتې نوم هم په بدنامي بدل کړي.
ايران تر دې وړاندې هلته هغه افغانان هم درملنې ته نه پرېښوول چې په کرونا اخته شوي ول.
ځينې خو داسې اوازې هم وې چې په کرونا اخته افغانانو ته يې د زهرو ستنې لګولې.
0 نظرونه