پاکستان شل ورځې پر ډېورنډ د تورخم او بولدک دروازې تړې
۱۲ ثور ۱۴۰۰ 197897 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستان شل ورځې پر ډېورنډ د تورخم او بولدک دروازې تړې

 

د پاکستان ملي عملياتې ادارې خبر ورکړی  دی چې درې ورځې وروسته پر ډېورنډ کرښه د تورخم او سپين بولدک دروازې د مسافر مخ تړي او د روانې مېلادې مياشتې تر شلمې نېټې پورې به تړلې پاتې وي.

د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د کرونا وايرس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنيوي په موخه کړې ده.

د ورکول شويو مالوماتو په اساس، په هغو ورځو کې چې دروازې تړلې وي، يوازې باور وړونکي موټر، چلوونکي يې او کلينران يې کولای شي تر دروازو تېر شي، خو د کرونا معاينات به يې کېږي.

د پاکستان د حکومت د پرېکړې په اساس، هغه افغانان چې تر کرښه اوړي او کرونا نيولي وي، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، خو هغه پاکستانيان چې تر کرښه ور اوښتي او په کرونا اخته وي، همالته قرنطين کېږي.

په دې سربېره د دروازو د بندېدو په ورځو کې هم ناروغانو ته اجازه شته چې تر کرښه واوړي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې