پاکستان شل ورځې پر ډېورنډ د تورخم او بولدک دروازې تړې
د پاکستان ملي عملياتې ادارې خبر ورکړی دی چې درې ورځې وروسته پر ډېورنډ کرښه د تورخم او سپين بولدک دروازې د مسافر مخ تړي او د روانې مېلادې مياشتې تر شلمې نېټې پورې به تړلې پاتې وي.
د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د کرونا وايرس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنيوي په موخه کړې ده.
د ورکول شويو مالوماتو په اساس، په هغو ورځو کې چې دروازې تړلې وي، يوازې باور وړونکي موټر، چلوونکي يې او کلينران يې کولای شي تر دروازو تېر شي، خو د کرونا معاينات به يې کېږي.
د پاکستان د حکومت د پرېکړې په اساس، هغه افغانان چې تر کرښه اوړي او کرونا نيولي وي، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، خو هغه پاکستانيان چې تر کرښه ور اوښتي او په کرونا اخته وي، همالته قرنطين کېږي.
په دې سربېره د دروازو د بندېدو په ورځو کې هم ناروغانو ته اجازه شته چې تر کرښه واوړي.
0 نظرونه