طالبانو تر سلو زيات سپين‌ږيري وهلي او لسونه يې برمته کړي دي
۸ ثور ۱۴۰۰ 219533 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو تر سلو زيات سپين‌ږيري وهلي او لسونه يې برمته کړي دي

 

طالب اورپکو د غزني په قره‌باغ ولسوال کې سل تنه سپين‌ږيري ډبولي دي او تر څلوېښتو ډېر يې له ځان سره برمته نيولي دي.

په دې سربېره، اووه تنه دوکانداران يې ويشتي او ځينو دوکانو ته يې اور هم اچولی دی.

د دغې ولسوالي يوه اوسېدونکي ميرزا محمد سرخط ورځپاڼې ته وويل چې له اوږدې مودې راهيسې د قره‌باغ بشپړ بازار طالبانو تړلی و چې له امله يې تر دريو زرو زيات کسان بې‌روزګاره پاتې ول.

دی وايي، خلک له لوږې او فقر څخه مجبوره شول چې دوکانونه پرانېزي، خو وايي، بازار ته چې ورسېدل، طالبانو ورباندې ډزې پيل کړې.

دی وايي، تر څلوېښت زيات کسان طالبانو برمته کړي او په بازار کې يې له ځان سره ساتلي او له کلي چې هر څوک هم د باندې راوځي، ډزې ورباندې کوي.

د غزني په ولايت مقام کې يوې حکومتي سرچينې سرخط ورځپاڼې ته وويل چې طالبانو بازار ته تللي سل تنه سپين‌ږيري هم ډبولي دي او بېرته يې کورو ته لېږلي چې ځوانان پوه کړي چې ښار ته دې نه ورځي.

دغه سرچينه وايي، د اوو تنو زخميانو له ډلې يې ځينې د غزني ښار ته او ځينې يې همالته کورو ته وړل شوي دي.

د غزني قره‌باغ ولسوالي له تېرې څه مودې راهيسې د طالب اورپکو له خوا کلکه محاصره ده او اوسېدونکي يې له کورونو د وتلو اجازه نه لري.

څو ورځې وړاندې سلونه کورنۍ د دغې ولسوالي له جګړو څخه د غزني ښار ته را بې‌ځايه شوې وې چې لا هم تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې