تحريک لبيک د پاکستان ۱۲ عسکر برمته کړي او ۱۵ يې له پښو غورځولي
د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې د لبيک تحريک د کسانو او پاکستاني پوليسو تر منځ اخوډب روان دی او تر اوسه دوولس پاکستاني پوليس د لبيک تحريک کسانو برمته کړي او پنځلس نور يې له پښو غورځولي دي.
په دغه ټېل ماټېل کې دوه تنه وژل شوي هم دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې په برمته شويو پوليسو کې د لاهور د پوليسو يو قوماندان عمر فاروق هم شامل دی چې اول يې ژوبل کړی او بيا يې له عسکرو سره يو ځای تړلی دی.
دغه اخوډب وروسته له هغه د ملتان سړک پر يتيم خانه ميدان ونښت چې د پاکستان حکومت د لبيک تحريک ناقانونه اعلان کړ او د دغه تحريک د کسانو په نيولو يې پيل وکړ.
لبيک تحريک وايي، د دوی دوه کسه وژل شوي دي، خو په بدل کې يې د پاکستان دوولس عسکر ژوندي تړلي او پنځلس نور يې له پښو غورځولي دي.
له سيمې په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې د اخوډب په سيمه کې د پنځه پنځوس زره لېټرو پټرولو ډک ټانکرونه هم ولاړ دي او که يې اور واخيست بيا يې وژل د پاکستان تر وس وتلې خبره ده.
د دغه اخوډب وروستي مالومات به له سرخط ورځپاڼې څخه وروسته خپاره شي.
0 نظرونه