طالبان هر کال د ۹۰۰ميليونه ډالرو زېربنايي تاوان افغانستان ته رسوي
سره له دې چې طالبانو ويلي و چې په ځينو سيمو کې به د دوی په خبره، سړکونه جوړ کړي، خو وروستي مالومات ښيي چې تازه يې د افغانستان د لسونو ميليونو ډالرو سړکونه او پلونه پر بل مخ اړولي دي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب نن د هند په رايزانا امنيتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وويل؛ طالبان هر کال افغانستان ته د نهه سوه ميليونه ډالرو په اندازه تاوان يوازې د زيربنايي پروژو، سړکونو او پلونو په الوځولو اړوي.
په دغه کنفرانس کې د هند او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو جی شنکر او جواد ظريف هم برخه اخيستې وه.
ډاکټر حمد الله محب په دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وويل، د طالبانو دغه جګړه د نړۍ ټولو اسلامي عالمانو ناروا بللې ده او دوی خپله هم ورته حيران دي چې څنګه يې توجيه کړي، خو بيا هم دوام ورکوي.
د ده په خبره، طالبان له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو د وتلو خبره کوي، خو پر دې يې بيا غوږنه کاڼه اچولي د دوی په ليکو کې څومره پردي جګړهمار وطن ته راغلي دي.
ډاکټر حمد الله محب وړاندې زياته کړه چې د روان مېلادي کال تر سپټمبر پورې، تر هغه چې پردي سرتېري وځي، د افغانستان لپاره ښه فرصت دی چې امنيتي وضعيت کنټرول کړي.
د ډاکټر په خبره، افغانستان اوس د امریکا نظامي حضور ته اړتیا نه لري، یوازې د خپلو سلهوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.
0 نظرونه