اسراييلو د ايران پر اټومي بټيو بريدونه کړي
د اسراييلو يوه راډيو د دغه هېواد د استخباراتو له خولې وايي، د اسراييلو موساد د ايران پر اټومي بټيو بريد کړی او دروند زيان يې ور اړولی دی.
د کان په نامه د اسراييلو دغه دولتي راډيو وايي، په نطنز کې د ايران پر اټومي بټيو د اسراييلو د دغه بريد تر شا د موساد لاس و.
د ايران د اټومي انرژي د ادارې وياند بهروز کمال افندي وايي، دا ناوړه پېښه وه، خو دا يې نه دي ويلي چې چا کړې وه.
تر دې وړاندې ده دغه پېښه اورلګېدنې ته ورڅه بللي و، خو نن يې صفا وويل چې دا د اټومي ترهګري يوه پېښه وه.
هلته بيا نيويارک ټايمر د ځينو استخباراتي چارواکيو د ورکول شويو مالوماتو په اساس ويلي دي چې په دغو بريدونو کې ايران ته دومره زيان اوښتی چې په نهه مياشتې کې هم ځان نه شي سره راټولولای او بيا د يورانيمو غني کول نه شي کولای.
د ايران پر دغو بټيو تر دې وړاندې هم ورته بريدونه شوي.
په دوه زره لسم کې اسراييلو او امريکا په ګډه د دغو بټيو کمپيوټرونه د وايرسو په زور له منځه وړي وو او په دې سربېره، د تېر کال په جولای کې يې هم د بټيو په حساس ځای کې، يوه مرموزه چاودنه شوې وه.
0 نظرونه