سعودي د خپلې خاورې درې غداران په دار ځړولي
د سعودي عربستان حکومت خپل درې هغه سرتېري په دار ځړولي دي چې له خاورې سره د غداري او له دښمن سره د تار درلودو تور ورپورې و.
د سعودي د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې له خاورې سره خيانت سنګين جرم بللی او ويلي يې دي تر پرېمانه پوښتنو ګروېږونه وروسته يې دغه کسان په دار ځړولي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو کسانو د خيانت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تر لاسه شوي مالومات ښيي چې دغو سرتېرو له يمن سره پر پوله دنده درلوده.
په دغه سيمه کې سعودي له تېرو شپږ کالو راهيسې له حوثي ياغيانو سره ښکر په ښکر ده.
وروسته له هغه چې د ترکيې په استانبول کې د سعودي په کونسلګري کې د دغه هېواد خبريال جمال خاشقچي اره کړل شو، تر هغه وروسته نړۍ د سعودي د حکومت دغسې وژنو، په دار ځړولو او سر غوڅولو ته متوجه شوې او په تېره څه مود کې سعودي هم لږ لاس نيولی و.
د بشري حقونو نړيوال کمېشن وايي، په دوه زره شلم کال کې سعودي يوازې اووه ويشت تنه په دار ځړولي چې په تېرو څو کالو کې د دغه هېواد دا تر ټولو لږ اعدام و.
0 نظرونه