کندهار؛ تادين خان پورته او سيد شريف يې پر ځای کښېناست
۲۱ حمل ۱۴۰۰ 164747 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کندهار؛ تادين خان پورته او سيد شريف يې پر ځای کښېناست

 

د کندهار مخکېني امنيه قوماندان تادين خان له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای يې سيد شريف د دغه ولايت امنيه قوماندان ټاکل شوی دی.

تادين خان د شهيد جنرال رازق خان تر شهادت وروسته پر دغه څوکۍ کار پيل کړ او دوه نيم کاله يې کندهار وساته.

ده په خپله استعفا کې ويلي؛ دغه مسووليت ته يې د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان د کارنامو ساتلو او د لوی کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه اوږه ورکړې وه.

په استعفا‌لیک کې ويل شوي چې اوس دغه نظامي مسوولیت د ستر جنرال عبدالرازق خان یوه بل ملګري ته سپاري او خپله غواړي د هېواد په ملي سیاست، په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د ولس خدمت وکړي.

تادین خان ویلي چې د لوی کندهار په استازيتوب يې د سولې د مصالحې شورا د رهبري غړیتوب اخیستی.

د کندهار نوی امنیه قوماندان ډګروال سید شریف تر دې وړاندې د درېیمې سرحدي لوا د څلورم کنډک قوماندان و.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې