رښتيا څه دي؟  پاکستانۍ الوتکه ولې وګرځېده، پر ځغاست‌ليکه ماينونه چا ايښی ول؟
۲۱ حمل ۱۴۰۰ 209739 0 نظر سرخط ورځپاڼه

رښتيا څه دي؟ پاکستانۍ الوتکه ولې وګرځېده، پر ځغاست‌ليکه ماينونه چا ايښی ول؟

 

د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان د پارلمان مشر او ورسره پلاوی د ولسې جرګې د مشر په ست کابل ته را روان ول چې له نيمې لارې الوتکه ځواب شوه، پر کابل هوايي ډګر د کېښناستو اجازه ور نه کړل شوه او بېرته پاکستان ته وګرځېده.

پاکستانۍ الوتکې ته پر کابل د را کښته کېدو د اجازې نه ورکړې، په افغانستان او پاکستان کې غبرګونونه راپارولي او د ولسي جرګې مشر له امنيتي، پوليسي او استخباراتي ادارو څخه په دې اړه د پوښتنو ګروېږنو تابيا نيولې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې د مشر مير رحمان رحماني په ست د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر او ورسره پلاوی کابل ته د دريو شپو په مخه را روان و، دوی د پاکستان د انټرنېشنل ايرلاينز يا پي‌ای‌اې په پي‌کې ۲۴۹ الوتنه کې، له اسلام‌اباده د هغه وخت پر لس بجې او لس دقيقې راالوتي ول او تمه يې درلوده چې د کابل پر لس بجې او څلوېښت دقيقې به د حامد کرزي پر هوايي ډګر راکښته کېږي، خو داسې و نه شول.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، دا الوتنه د کابل پر هوايي ډګر د امنيتي ستونزو له امله لغوه شوې او د کابل د هوايي ډګر مسوولين وايي، د الوتکو ځغاست‌ليکې ته څېرمه کار کېده چې پخواني خښ شوي چاودېدونکي مواد ليدل شوي ول او له همدې امله ټولنې الوتنې بندې وې.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي، په دې اړه به پلټنې کېږي او که چا لاسوهنه کړې وه، قانوني چلند به ورسره کېږي.

ده ګوته څنډلې چې په ولسي جرګه کې به دغه خبره راپورته کوي او په دې سربېره يې ويلي دي چې کابل ته د پاکستانيانو دغه راتګ ځنډول شوی، خو د بېرته راګرځېدو نېټه به يې وروسته ټاکل کېږي.

هلته د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر وايي، له افغانستان سره اړيکې ورته مهمې دي او چې لږ هم حالت ښه شي، کابل ته به دغه سفر بيا کوي.

 

د کابل هوايي ډګر عملياتي چارې څوک سنبالوي؟

د کابل د نړيوال هوايي ډګر عملياتي چارې د انټرنېشنل سيکورټي اسسټنس په نامه د افغان حکومت او ناټو تر سيورې لاندې يوه اداره سنبالوي.

د کابل د هوايي ډګر قوماندان جنرال رياض ارين وايي، د پاکستان دغې الوتکې ته له دې امله د کښېناستو اجازه ور نه کړل شوه چې ځغاست‌ليکې ته څېرمه پخواني چاودېدونکي مواد موندل شوي ول او له کار ايستل کېدل.

دی وايي، له همدې امله د کابل پر هوايي ډګر له څو ساعتونو الوتنې بند وې، خو ارګ لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

دغه وخت رښتيا هم ټولې الوتنې بندې وې؟

سرخط ورځپاڼې ته د په لاس ورغليو مالوماتو په اساس، د پي‌ای‌اې دغه الوتکه د اسلام‌اباد په وخت په لس بجې او لس دقيقې راالوتې وه او ټاکل شوې چې د کابل پر وخت به په لس بجې او اته څلوېښت دقيقې پر کابل راکښته شي، خو د الوتنو د وخت د مخکې او شا ته کېدو له امله يې پر کابل د کښته کېدو وخت لس بجې او څلوېښتو دقيقو ته رامخکې شوی و.

فلايت راډار۲۴ وايي، تر کښېناستو لږ مخکې دغې الوتکې ته ځواب ورکړل شو او بېرته پاکستان ته وګرځېده.

پاکستان ته د پاکستانۍ الوتکې تر ګرځېدو درې ساعته وروسته د اير اينډيا اې‌۲۴۳ الوتنه د کابل په يوه بجه او پنځه‌څلوېښت دقيقې پر کابل راکښته کېږي.

په دې سربېره، د پاکستانۍ الوتکې تر ګرځېدو دوه ساعته وروسته د يوې عربي جي ۹۶۹۲ الوتنې مسافر پر کابل راکښته کېږي.

د الوتنو د څار د يوې بلې ادارې ايرپوټيا د مالوماتو په اساس، د پاکستانۍ الوتکې تر ګرځېدو ايله لس دقيقې مخکې د کام اير ار‌کيو ۱۷۲ الوتنه له زرنج څخه کابل ته شوې او الوتکه د کابل پر لس بجې او شپږويشت دقيقې د کابل پر هوايي ډګر کښته شوې ده.

خو فلايټ راډار۲۴ د دغې الوتکې کښته کېدل، نقريبا په پنځه بجې بولي.

تر اوسه د کابل د هوايي ډګر مسوولينو دا نه ده روښانه کړې چې دغه هوايي ډګر د امنيتي ستونزو له امله څومره وخت تړلی او څومره وخت الوتنې بندې وې.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې