ایا حیات د کورنیو چارو لپاره وړ وزیر دی؟ د ولس له استازیو یې واورئ
د ملي شورا یو شمېر غړي او د امنیتي چارو ځینې کار پوهان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د حیات الله حیات ګمارنه پر ځای بولي او هیله ښيي چې د کورني امنیت او عامه نظم په تامین کې به د پام وړ بدلون راشي.
دوی وايي، حیات الله حیات د حکومتولۍ په برخه کې د کافي تجربې د درلودلو ترڅنګ د دښمن د شومو اهدافو او نړۍوال سیاست په اړه زیات مالومات لري او کولای شي، چې وضعیت په ښه توګه مدیریت کړي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال اکبر ستانکزي سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه د حیات ګمارنه پر ځای اقدام وباله او د امنیتي وضعیت د ښه والي هیله یې څرګنده کړه.
نوموړي وویل: ((حیات الله حیات په څو ولایتونو کې د والي په توګه پاتې شوی، د حکومتولۍ په برخه کې پریمانه تجربه لري، تمه شته چې د ده ګمارنه به د قانون د تنفیذ او عامه امن او نظم په تامین کې ګټوره تمامه شي.))
د ولسي جرګې غړ حلیمه صدف هم ورته نظر لري، خو ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت باید له سیاسي مسایلو لیرې او پخپلو اصلي کارونو تمرکز ولري.
هغې وویل:(( کورنیو چارو وزارت د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي، خو د دغه کار لپاره یو داسې چاته اړتیا وه، چې د ولس په نبض پوه وي، حیات له ولسونو سره نژدې پاتې شوی او د دې کار تمه ترې کېدای شي.))
تر ډېره پورې ګمان دا دی چې د کورنیو چارو نوی وزیر له خلکو سره نژدې پاتې شوی او د خلکو او دولت ترمنځ د واټ کمولو له لارې ښايي قانون حاکم او عامه امن او نظم تامین کړي، ځکه خو یې د ملي شورا د غړیو ترڅنګ د نظامي چارو کارپوهان هم په ګمارنه خوښ دي او ترڅنګ یې ځینې سپارښتنې ورته لري.
د دغو کارپوهانو له ډلې داوود امینزوی وايي:(( د کورنیو چارو نوی وزیر باید په خپله اداره کې امنیتي پالیسي جوړه کړي، د قوي مدیریت له مخې دې په خپلو ادارو کې د فساد مخنیوی وکړي او کار دې اهل کار ته وسپاري.))
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه احمد ستانکزی بیا وايي:(( د کورنیو چارو نوی وزیر باړید د سیاسي ادبیاتو په کارولو کې متوجه و اوسي، داسې ادبیات وکاروي چې د تشدد خلاف مفکوره عامه کړي، سیاسي مسایل باید د حکومت مشرانو ته پرېږدي او د قانون تنفیذ او حاکمیت، د عامه امنیت ټینګولو، د جرمونو کشف، له حقوقو دفاع او د تبعیض مخنیوي کې هڅې وکړي. ))
ولسمشر غني درې اوونۍ مخکې حیات الله حیات د کورنیو چارو د سرپرست په توګه وټاکه.
دا چې د نوموړي ټاکل کېدل به د قانون په تطبیق او د عامه امن او نظم په تامین کې څه مرسته وکړي؟ او تر څومره به په خپلو کارونو کې بریالي وي؟ دا به وخت ثابته کړي؛ خو د ملي شورا د غړیو، سیاسي شنونکو او نظامي کارپوهانو د حیات تېر ماموریت ته په کتو په دې باور دی چې نوي ماموریت کې به هم ګټور تمام شي.
راپور: زین الله احمدي
0 نظرونه