د بريټانيا فلپ شهزاده ومړ
بکنګهم ماڼۍ وايي، د بريټانيا شهزاده فلپ ډيويک اف اډنبرا نن د جمعې په ورځ د نهه نوي کالو په عمر مړ او ملکه اليزابيت کونډه شوه.
ده له ملکې الزابيت څخه څلور اولادونه شهزادہ چارلز، شدزادګۍ این، شهزادہ اینډریو او شهزادہ ایډورډ درلودل.
بکنګهم ماڼۍ وايي، ملکه اليزابيت سخته غجمنه ده چې نن يې خاوند مړ شو، خو زياته کړې يې ده چې شهزاده نن په ونزر ماڼۍ کې خورا په پرسکون انداز اروا حق ته وسپارله.
د شهزاده فلپ تر مړينه وروسته په انګلستان کې پر ودانيو د بريټانيا بيرغونه کاږه شوي او نيم ځوړند دي.
دی له ډېرې مودې راهيسې ښه نه و، خو په دوه زره اوولسم کې يې ټولې شاهي بوختتياوې پرېښووې او استراحت يې پيل کړ.
ده او ملکې د دوه زره شلم په نومبر کې د خپل واده دراويايمه کالېزه نمانځلې وه.
0 نظرونه