پاکستان ومنله چې الوتکې ته يې پر کابل د ورکښته کېدو اجازه نه ده ورکول شوې
پاکستان وايي، نن يې د پارلمان د مشر په مشري يو پلاوی کابل ته روان و، خو د دغه پلاوي الوتکې ته د کابل پر حامدي کرزي هوايي ډګر د کښېناستو اجازه نه ده ورکول شوې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر له يوه پلاوي سره کابل ته پر لاره و او له نيمې لارې بېرته ګرځېدلی دی.
دی وايي، الوتکه د افغانستان حدودو ته ننوتې وه، خو له حامد کرزي هوايي ډګر څخه حال ورغلی چې بېرته دې وګرځي، الوتکه يې نه شي کښته کېدای.
دغه الوتکه له نيمې لارې بېرته ګرځېدلې او پاکستان ته تللې ده.
0 نظرونه