منظور پښتين ته د ماشومانو د قطعې تقديم غبرګونونه راپارولي
د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاری منظور پښتين په وزيرستان کې يوه ښوونځي ته تللی او هلته د ښوونځي ماشومان ورته پوځي قطعه تقديموي.
د ښوونځي ماشومان په ځانګړي انداز د منظور پښتين مخ ته راځي، سلامي ورته وهي او بيا وايي، سلام مشره!
د دغو مراسمو د وېډيو خپرېدو په پاکستان کې د خلکو غبرګونونه راپارولي او د بېلابېلو اندونو او نظرونه يوه نوې څپه يې راولاړه کړې ده.
ځينې وايي، منظور پښتين د پوځ پر ضد راوتلی، خو پوځي قطعه خوند ورکوي، اما ځينو نورو بيا هغه د غريبانو وزير اعظم بللی دی.
ځينې وايي، منظور بايد ښوونځيو ته له ځان سره سياست يو نه سي او ځينې بيا د ماشومانو لپاره د خپل رهبر پېژندلو لپاره دغه ښه اقدام بولي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه ښوونځی د سوېلي وزيرستان په بروند سيمه کې ده او منظور پښتين ته د ښوونځي د ماشومانو له خوا دغه قطعه د والدينو د ورځې په وياړ وړاندې شوې ده.
د دغه ښوونځي مدير شاه فيصل نومېږي او خپله هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی.
پاکستان په دوه زره اتلسم کال کې پر شاه فيصل د غداري ټاپه وهلې او د هغه د تقريرونو له امله يې هغه په پاکستان کې په نفرت خپرولو تورن کړی دی.
اوس بيا د پاکستان حکومت د شاه فيصل د نيولو ګواښ کړی، خو لا يې هم زندان ته نه دی وړی.
ښکاري چې د شاه فيصل دا ځل نيول کېدل به، منظور پښتين ته د قطعې د تقديمولو له امله وي.
0 نظرونه