سلګونو ځوانانو په لاريون کې د علي‌پور څنډل وغوښتل
۱۷ حمل ۱۴۰۰ 186648 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سلګونو ځوانانو په لاريون کې د علي‌پور څنډل وغوښتل

 

په کابل کې نن سلګونو ځوانانو په ميدان وردګو کې د بې‌بندوباره وسله‌وال علي‌پور پر ضد لاريون وکړ او پر حکومت يې غږ وکړ چې بايد تر نيولو وروسته کلکه سزا ورکړي.

لاريون کوونکيو علي‌پور د طالبانو غوندې ترهګر باله او غوښتنه يې کوله چې بايد حکومت ورڅخه د الوتکې د راغورځولو او ټولو هغو وژنو په اړه چې د ده د سرکشي له امله شوې، پوښتنه وکړي.

د بهسودو دغه وسله‌وال باغي تر دې وړاندې نيول شوی و، خو د ولسمشر د دويم مرستيال قانون‌پوه سرور دانش په ضمانت خوشې شو.

دی تر خوشې کېدو وروسته بېرته د ميدان وردګو بهسودو ته لاړ، جګړې يې وکړي او بالاخره يې يوه الوتکه هم وويشته چې پکې نهه تنه سرتېري او پيلوټان شهيدان شول.

حکومت له څه مودې راهيسې د ده پر ضد عمليات پيل کړي دي، خو وايي، سړی يې ګوتو ته نه ورځي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې