بلوچستان؛ وسلهوالو د مخابراتي شبکې خاده، يوه پوسته او پوځي موټر الوځولي
د بلوچستان ايالت له بېلابېلو سيمو د ناامنيو د دريو پېښو راپورونه ورکول شوي چې پکې د سرحدي پوليسو يوه پوسته، د پوځ يو موټر او د مخابراتي شبکې يوه خاده له منځه وړل شوي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد په خاران کې شوی او هلته بيا په مارګټ سيمه کې وسلهوالو د پوځ يو موټر په بم الوځولی دی.
په دواړو پېښو کې شپږ عسکر وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.
په دې سربېره، د بلوچستان د کيچ په دشت سيمه کې وسلهوالو د پاکستان د زونګ مخابراتي شبکې يوې خادې ته بمونه ايښي او په بل مخ يې اړولې ده.
تر اوسه د دغو پېښو مسووليت چا نه دی منلی، خو دغسې بريدونه هلته بلوڅ وسلهوال کوي.
0 نظرونه