لشکر بلوچستان د پاکستاني پوځيانو پر يوه قرارګا بريدونه کړي
۱۳ حمل ۱۴۰۰ 264218 0 نظر سرخط ورځپاڼه

لشکر بلوچستان د پاکستاني پوځيانو پر يوه قرارګا بريدونه کړي

 

د لشکر بلوچستان په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، سرتېرو يې د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر يوه قرارګا ناتار بريدونه کړي او ګڼ شمېر عسکر يې پکې وژلي دي.

د دغې ډلې وياند لونګ بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريدونه د کيچ په هوشاب سيمه کې د پاکستان د پوځ پر يوه قرارګا کړي دي.

دی وايي، په بريد کې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او ټپي شوي دي او د قرارګا زياتو برخو اور اخيستی دی.  

د ده په خبره، په بريدونو کې د دوی ملګري روغ رمټ پاتې دي او پسې زياته کړې يې ده چې د بلوچستان تر ازادي پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې