پر کابل راغلي ساړه شمالونه بې څه دي، که نه دي؟
له تېروو دوو ورځو راهسې د معمول خلاف پر کابل سړه سېلۍ راالوتې چې نرۍ دوړه او د يخ وچه څپه يې له ځان سره راوستې ده.
په پسرلي کې عموما دغسې شمالونه له ځان سره باران لري، خو د سږ کال بادونه ساړه او سپېره دي.
داسې اټکلونه کېږي چې ښايي د سړو شمالونو دغه څپه به د جمعې تر غرمې همداسې تونده روانه وي او تر هغه وروسته به يې زور وخېژي.
په ځينو سيمو کې د دغو را الوتيو بادونو ځغاسته په ساعت کې اتيا کيلو مټره ښوول شوې ده.
د هوا پېژندنې د نړيوالې ادارې يوه پخواني غړي ډاکټر غلام رسول سرخط ورځپاڼې ته وويل، دغه ساړه شمالونه د موسمي بدلونونو له امله دي.
دی وايي، سږ کال په سور نه دی، بارانونه يې کم دي او وار له مخه ځينې سيمې تودې شوې دي.
د ډاکټر غلام رسول په خبره، په هغو سيمو کې چې هوا په ناڅاپي او حيرانوونکې توګه توده شوې، هوا له ځمکې څخه پورته ځي او بيا د سړو سيمو هوا د ګرمو سيمو د پورته شوې هوا د تشې ډکولو لپاره هلته ځان رسوي.
دی وايي، همداسې موسمي سرګرداني همداسې ساړه او سپېره بادونه له ځان سره لري چې ښه شګون نه بلل کېږي.
د هوا پېژندنې د نړيوال کچ په اساس، بادونه او شمالونه څو کګټورۍ لري چې هر يو يې بېل نوم لري.
هغه شمال چې ځغاسته يې په ساعت کې له يو څخه تر پنځه کيلو مټره وي، نرم شمال، له شپږو تر يوولسو کيلو مټرو لايټ بريز چې يوازې د انسان پر څېره لګېږي او انسان پوهېږي، له يوولسو تر نولسو يې جينټل بريز چې ايله د ونو پاڼې خوځوي، له نولس کيلو مټره څخه تر اته ويشت پورې ماډريټ بريز چې نرۍ دوړه له ځان سره لري، له نهه ويشت څخه تر اته دېرش پورې فريش بريز چې وړې ونې خوځوي، له اته دېرش تر نهه څلوېښت پورې سټرانګ بريز چې غټې ونې خوځوي، له پنځوس څخه تر شپېته پورې نيير ګيل، له دوشپېته تر څلور اويا پورې ګيل، تر اته اتيا پورې سټرانګ ګيل چې وړې ونې له بېخه کاږي او هغه بادونه چې سرعت يې په ساعت کې يو سل او اوولس کيلو مټره وي توپان يې بولي چې غټې او وړې ونې کاږي او دېوالونه چپه کوي.
تر دې توند بادونه هم شته چې ځغاسته يې په ساعت کې دوه سوه کيلو مټره ته رسېږي، خو دغسې بادونه پر ځمکه ډېر کم را الوځي.
0 نظرونه