سويډن کمېټه ښکلا ځدراڼ ته بله دنده ورکوي
۱۲ حمل ۱۴۰۰ 195187 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سويډن کمېټه ښکلا ځدراڼ ته بله دنده ورکوي

 

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، ښکلا ځدراڼ د افغان ځوانانو او ښځو اوچت غږ دی او ژر به په کمېټه کې يوه نوې دنده ور وسپارل شي.

د سويډن کمېټې وروسته له هغه د ښکلا ځدراڼ دنده لغوه کړه چې د ميدان وردګو په بهسودو کې يې د عليپور په نامه د يوه بې‌بندوباره وسله‌وال په اړه څرګندونې وکړې.

ښکلا ځدراڼ علي‌پور ټروريسټ او باغی بللی و او د هغه او د هغه تر لاس لاندې اورپکو د وژلو خبره يې کړې وه.

د ښکلا تر دغو څرګندونو وروسته ځينو هزاره افغانانو د سويډن کمېټې ته ګرېوان څېرلی و او هغوی يې هم په فرمايش ښکلا له دندې لېرې کړه، خو اوس پر خپله پرېکړه بېرته پښېمانه دي.

دوی د ښکلا ځدراڼ په پلوي پر ټولنيزو رسنيو تر سختو غبرګونونو پارېدو وروسته هغې ته د نوې دندې ورکولو اعلان کړی دی.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې سکرټر جنرال انډریاس سټیفنسن وايي، ښکلا د دوی د ادارې اغلې کارکوونکې ده.

دی وايي، ژر به هغه پر يوه بله دنده وګماري چې خلکو ته خدمت وکړي.

ښکلا ځدراڼ هم د سويډن د کمېټې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

ښکلا په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ده او د سویډن په کمېټه کې هم کار کوي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې