محقق؛ فډرالي نظام نه مناسب دی، نه د افغانانو په درد خوري
د حزب وحدت اسلامي مشر او د ولسمشر سلاکار محمد محقق وايي، هغوی نه پوهېږي چې د فډرالي نظام چيغې وهي، رښتيا دا ده چې دغه نظام د افغانستان لپاره نه مناسب دی او نه يې په درد خوري.
ده په هرات کې په يوه غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، افغانستان د فډرالي نظام لپاره نه دی جوړ، ځکه په خبره يې، که داسې وشي، مرکزي ولايتونه به د پولۍ ټک ته کښېني.
دی وايي، د افغانستان مرکزي ولايتونه نه له کوم هېواد سره پر اړخ پراته دي او نه هم تجارتي بندرونه لري او همدا لوی لامل دی چې په افغانستان کې د فډرالي نظام جوړېدل امکان نه لري.
محقق وړاندې وايي، د افغانستان د سولې پروسه هم انجړ ده، تر اوسه يې لوری نه دی مالوم، خو پر دې ټول سلا دي چې سوله بايد راشي.
د ده په خبره، افغانان او ګاونډيان يې بايد وپوهېږي چې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو شتون اشغال نه، بلکې د ټروريزم پر ضد د جګړې يوه برخه ده.
داسې ښکاري چې د محقق څرګندونې د مسعود د زوی د هغو خبرو په ځواب کې وې چې څو ورځې وړاندې يې ويلي و، پلار يې د فډرالي نظام ارمان ګور ته يووړ.
0 نظرونه