سبا بيا لاريون کوي؛ حکمتيار وايي، د حکومت په هډو اورېدلې چې بايد ميدان خوشې کړي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، حکومت درک کړې ده چې بايد ميدان خوشې او نوي حکومت ته يې پرېږدي، ځکه نو د تر وخت مخکې ټاکنو خبرې کوي.
حکمتيار نن په يوه خبري ناسته کې سبا په کابل کې د اوږدو لاريونو د راايستلو ګوته وڅنډله او پسې زياته يې کړه چې تر څو يې حکومت غوښتنې منلې نه وي، کرار نه کښېني.
دی وايي، تر اوسه چې يې څه غوښتي دي، حکومت يې په خبره پياز هم نه دی خوړلی، ځکه نو لاريون ته مجبور شو.
دوه مياشتې وړاندې حکمتيار ادعا کړې وه چې تر دېرش زره زيات حزبيان د حکومت په زندانونو کې دي او تر روغه جوړه وروسته هم تر سلو ډېر نور نيول شوی دي چې بايد خوشې کړل شي.
حکمتيار تر دې وړاندې حکومت ته ګواښ کړی و چې که يې يو وار لاريون را وايست، بيا به يې نو لاريون له حکومت سره يو ځای ختمېږي.
ده څو ورځې وړاندې هم لاريونونه کړي ول او سبا يې بيا کوي.
0 نظرونه