ايمل ولي د پاچا خان پر مزار پر سندرو خوا بده کړې
د عوامي نشېنل ګوند ايالتي مشر او د فخر افغان پاچا خان کړوسی ايمل ولي خان وايي، د فخر افغان پر مزار موسيقي او سندرو ناارامه کړی دی.
دی وايي، پر دغه مزار مشاعره ښه خبره ده، خو ده ځينې وېډيوګانې ليدلې چې ښيي هلته سندرې ويل کېدې، ځکه نو ځورېدلی دی.
ايمل ولي خان وايي، هيله لري چې تر دې وروسته دې د پاچا خان پر مزار يوازې د پښتنو د يووالي خبرې وشي.
دی وايي، دغه مزار تقدس لري او بايد وساتل شي.
په ننګرهار کې د نارنج ګل سږنۍ دوديزه مشاعره تېره شپه په جلالاباد کې د پاچا خان پر مزار جوړه وه.
0 نظرونه