د پاکستان په حب کې د شرابو دويمې فابريکې کار پيل کړ
د پاکستان حکومت د چينايانو د شرابو جوړولو يوې فابريکې ته جواز ورکړی دی او په حب سيمه کې يې کار پيل کړی دی.
دا اوس په دغه سيمه کې د شرابو دويمه لويه فابريکه ده چې کار پيلوي او پاکستانيانو ورياده کړې ده چې جوړ شوي شراب به له پاکستانه د باندې نه خرڅوي.
د کوسټل بریوري اینډ ډسټلري لميټیډ په نامه د شرابو دغې فابريکې ته تېر کال د پاکستان اسلامي جمهوريت په خپله خاوره کې د کار جواز ورکړی و او اوس يې د بېرو جوړول پيل کړي دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګمرکونو رييس محمد زمان خان وايي، چينايانو د دغې فابريکې په جوړولو، په پاکستان کې درې ميليارډه پاکستانۍ کلدارې پانګونه کړې ده.
دی وايي، اوس دغه فابريکه يوازې بير جوړوي، خو لږ وروسته به د شرابو نور ډولونه هم جوړول پيل کړي او که د پاکستان حکومت ورڅخه خوشحاله شو، د باندې هېوادو ته به يې هم صادرات پيل شي.
په دغه فابريکه کې چينايان او پاکستانيان ګډ کار کوي.
په دې سربېره، په همدې سيمه کې د کيوډيايل په نامه د شرابو يوه بله فابريکه هم له مودو راهيسې فعاله وه.
0 نظرونه