په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر يوه کمپ بريدونه روان دي
۱۰ حمل ۱۴۰۰ 162161 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر يوه کمپ بريدونه روان دي

 

نن ماخوستن د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه تازه جوړ شوي کمپ خونړي بريدونه شوي او لا هم په سيمه کې ډزې روانې دي.

سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې دغه کمپ څه موده وړاندې د کيچ په سامي سيمه کې د چين او پاکستان د ګډ اقتصادي دهلېز د امنيت ټينګولو په موخه جوړ شوی و.

د سيمې اوسېدونکي وايي، لومړی له کمپ څخه د درنو چاودنو غږونه پورته شول او تر هغه وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل شوې چې لا هم روانې دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې ورته بريدونه ملت‌پال بلوڅان کوي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې