فضل الرحمان او مريم نواز ناروغي د بسترې کړي دي، سياسي چارې يې ودرولې
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پاکستان د جميعت علما اسلام ډلې او پيډيايم مشر ملا فضل الرحمان او د پاکستان د مسلم لېګ ن ډلې مرستياله مشره مريم نواز غبرګ ناجوړه شوي، تر بسترې رسېدلي او اوس يې سياسي چارې په ټپه درولې اعلان کړې دي.
د پاکستان د مسلم لېګ ن ډلې ويانده مريم اورنګزېب وايي، د مريم نواز ګرمه تبه کېږي، ټوخېږي او بدن يې دردونه کوي.
دا وايي، د کرونا معاينات يې کړي، خو نتېجه يې منفي وه.
هلته بيا ملا فضل الرحمان هم له ورته دردونو سره اړم دی او بسترې ته رسېدلی دی.
د ملا د کرونا نتېجه هم منفي راوتلې ده.
0 نظرونه